د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني او استخباراتي شبکې ائي ايس ائي دمشر جنرل احمد شجاع پاشا سپريم کورټ کې دجمع کړو ځوابونو په اړه ورکړى خپل بيان واپس اخستى.
په چکلاله ائرپورټ ميډيا سره خبرو کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل په سپريم کورټ کې دميمو گيټ اسکينډل په اړه دپوځ دسرلښکرجنرل کياني او ائي ايس ائي دمشر جنرل احمد شجاع پاشا دجمع کړو ځوابونو په حقله دهغه دا بيان چې دهغوي ځوابونه غير قانوني او غيرائيني وؤ په مخصوصو حالاتو کې ورکړل شوى ؤ، خو اوس حالات صفا دي.
گيلاني وويل هغه غواړي چې دا تاثر رد کړي چې گنې پوځي قيادت غيرائيني عمل کړى يا يې د قواعدو او ضوابطو خلاف ورزي کړې.
گيلاني زياته کړه دى غواړي چې دا خبره په ډاگه کړي چې بيانونه په مخصوص سياق وسباق کې ورکړل شوي وؤ او اوس يې کوم ارزښت نشته، په هاغه وخت کې دادارو ترمينځ ټکر ؤ ، خو اوس نشته.
دجنورۍ په 10مه نيټه وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دچين يوې ورځپاڼې سره په داسې حال کې مرکه کړې وه چې دپاکستان دپوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني د بيجنگ په پينځه ورځنۍ دوره چين کې موجود وؤ، يوسف رضا گيلاني وئيلي وؤ د جنرل اشفاق پرويز کياني او ډي جي ائي ايس ائي جنرل پاشا چې په سپريم کورټ کې دميمو اسکينډل په اړه کوم بيانونه داخل کړي دهغې منظوري حکومت نۀ ده ورکړې، ځکه دغه بيانونه غيرقانوني او غيرائيني دي.
دهغه ددغه بيان څخه وروستو دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې څخه يو بيان جاري شو چې پکې خبردارى ورکړل شوى ؤ دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني ددغه بيان به ډيرې سختې نتيجې را اوځي، خوگيلاني په بله ورځ ميډيا سره خبرو کې وويل دائي ايس پي ار څخه دبيان جاري کيدو وړاندې دپوځ سرلښکر جنرل کياني هغه سره تماس نيولى ؤ او دغه پوځي بيان دهغه په مرضۍ جاري شوى.

