د پاکستان وزیراعظم سېد یوسف رضا گیلاني د جمعې په ورځ ویلي دي چې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اکثریت د سرائیکې صوبی جوړولو ملاتړ کوي.
ښاغلي گېلاني وویل چې د نوؤ صوبو جوړولو قرارداد پنجاب اسمبلۍ کې د رد کېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړل شوې دی.
وزیراعظم گېلاني په قامي اسمبلۍ کې د تقریر په وخت وویل چې واکمن پیپلز گوند د نوؤ صوبو جوړولو په حق کې ده او پارټۍ به یې په راتلونکي کې هم د دا قسمه قرارداد مرسته کوي. نوموړي وویل د نوؤ صوبو لپاره به اتفاق رائې پېدا کول ضروی وی خو که دوي د زړه د خلاصه   دې معاملې ته پام نه وگرځولو نو تاریخ به دوي معاف نه کړي.
پاکستان کې نوؤ صوبو جوړولو معاملې زور نیولې دی.
لسانی ډلې ایم کیو ایم د زیارت په ورځ قامي اسمبلۍ کې د سرائیکې او هزاره صوبو جوړولو لپاره یو قرارداد وړاندې کړې ؤ.
ددعه قرارداد وروسته پنجاب کې واکمن مسلم لیگ (ن) او خېبر پښتونخوا  کې واکمن عوامی نېشنل پارټۍ په ایم کیو ایم باندې نیوکې کړې وې.
بلخوا د پارلېمان د قامی سلامیتا کمېټۍ مشر او د پېپلز گوند سېنټر رضا رباني په اسلام اباد کې یو پریس کانفرنس ته وویل چې باید د نوؤ صوبو لپاره قراداد اول د متلقه صوبایي اسمبلۍ  منظور کړل شي.