د ملگرو ملتونو د یوې نوي څېړنې ترمخه په افغانستان کې د خښتو بټو کې کارکونکي اکثره مزدوران د 14 کالو نه کم تنکي ماشومان دي.
د ملگرو ملتونو د مزدورانو ادارې یا ائي ایل او لخوا ترسره شوي څېړنه زیاتوي دغه ماشومان د پوراوړي یا د قرض په بدل کې کار کوي.
د نهې په ورځ په کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس په وخت د افغانستان لپاره د ائي ایل اؤ نمائنده هارؤ برجر ، د افغانستان د مزدورانو او خېر ښېگړې مرستیال وزیر خېر محمد نېرو او څېړنکارې ساره کریمر د څېړنې ځېني معلومات خبریالانو سره شریک کړل.
ساره کریمر وویل چې د ماشومانو او هم د بالغانو لپاره پور اړوي مزدوري په افغانستان کې د ټولو زیاته ده خو د خلکو معلومات پرې ډیر کم دي.
د سمویل هال کنسلټنگ لخوا د تیر کال په اگست او اکتوبر کې ترسره څېړنې ته د بېریډ ان برکس یا خښتو کې خښخ نوم ورکړل شوې.
د افغانستان اساسي قانون ارټیکل 49 په اورپوړي مزدورۍ بندیز لگوي او افغان حکومت د ائي ایل او کنونشن 182م هم تیر کال لاس لیک کړې.
څېړنه وایی چې د افغانستان د خښتو په بټو کې کارونکي 56 ٪ مزدوران د اتلسو کالو نه کم ماشومان دي او 47 ٪ مزدوران 14 کلن یا د دې نه هم د کم عمر دي.

