د نړیوالو ښځو مسلو لپاره  د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانگړې سفېره  مېلني ورویر وایي پاکستان کې د ښځو تعلیم او انصاف ته رسېدو کې د پاکستانی ښځو سره مرستې کوي.
ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې سفېري ورویر زیاته کړه  په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې طالب تندلارو لخوا د  جېنکو سکولونه چې په بمونو اولوزولي شوي دي د هاغو سکونو د جوړولو لپاره امریکایي حکومت خصوصي مرستې کوي.
د افغانستان د ښځو په اړه پوښتل شوي یو سوال ته په ځواب کې مېرمن ورویر وویل که څه افغانستان کې ښځې غواړي چې د سولې هڅې دې بریالې شي خو دوي خپل زوړ حالات ته بیا تلل نه غواړي. سفېري مېلني ورویر  سره دا مرکه د ډیوه ریډیو همکار افتخار حسین کړې تاسو یې هم اوریدې شۍ.