پوليس چارواکي وائي د عراق جنوبي ښار بصره کې ديو پوليس عسکر په شکل کې يو ځانمرگي ديو چيک پوسټ سره نزدې په تيريدونکو د شيعه مسلک مسلمانانو زائرينو باندې ځانمرگى بريد ترسره کړى چې په نتيجه کې يې 15 کسان وژل شوي.
په شيعه مسلمانانو عراق کې دغه ځانمرگى بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې په دغه هيواد کې دې انديښنو زور نيولى د سياسي بحران په نتيجه کې به فرقه ييز تشدد رامينځته شي.
دپيښې په ځايې کې يو پوليس چارواکي وويل يو ترهه گر چې دپوليسويونيفارم يې اغوستى ؤ يو چيک پوسټ ته نزدې ورسيدو او دپوليسو او زائرينو په مينځ کې يې ځان والوځولو.
دهاغه زائرينو په مينځ کې چې دبصرې ختيز لوري ته يو ستر جومات ته دتللو په هڅه کې په لاره روان وؤ، ترسره شوې چاؤدنه کې د11ؤ پوليس عسکرو پشمول 15 کسان وژل شوي اود40ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي

