د پاکستان سترې محکمې  دنهې په ورځ  د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني  او د استخباراتي ادارې ائي ايس ائي مشر  ليفټننټ جنرل احمد شجاع پاشا د لرې کولو د کوم ممکنه  گام پر ضد  په جمع کړل شوي ائيني خواست اعتراضونه ختم کړي او دا يې  د لمړۍ اورونې لپاره  منظور کړى.
 د چيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ  د سترې محکمې يو درې کسيزه بينچ  د ايډوکيټ ايف کى بټ لخوا  جمع کړى  درخواست وروستو له هغې منظور کړو چې  درجسټرار دافس لخوا  ددغه درخواست دبرقراره ساتلو په اړه  راپورته شوي اعتراضات يې رد کړل.
 دنننۍ اورونې په مهال  اټارني جنرل  مولوي انوارالحق وويل  دغه درخواست دورځپاڼو په  خبرونو اوسازشي  خيالاتو بنياد لري.
 دغه درخواست  دجنورۍ په 11مه نيټه ددفاع دسيکرټري  ليفټننټ جنرل(ر) نعيم خالد لودهي  دناڅاپي لرې کولو  وروستو جمع کړل شوى ؤ، خالد نعيم لودهي  حکومت  دبدسلوکۍ  او رياستي ادارو ترمينځ  دغلط فهمو په تورونو برطرفه کړى ؤ.
  درخواست ورکوونکي  عدالت څخه غوښتنه کړې چې  دپوځ دسرلښکر او ائي ايس ائي دمشر دلرې کولو په اړه دې  حکومت ددغسې کوم گام څخه منعې کولو لپاره   دکيس دفيصله کولو پورې امر جاري کړي.