افغانستان کې د نړيوالو ځواکو کمانډرامريکائي جنرل جان ايلن د نهې په ورځ خپل يو بيان کې وئيلي دي د بگرام په فضائي اډه دائتلافي ځواکونو له لوري دقران پاک پشمول د مذهبي تحريري موادو په نامناسب انداز سره دضائع کولو داطلاعاتو نه وروستو دجامع پلټنو امر شوى دى.
جنرل ايلن وائي دغه گام قصداً نۀ ؤ، هغه افغان اولس او حکومت څخه دڅه رقم زړۀ ازارۍ باندې بخښنه غوښتې او وئيلي يې دي نيټو داسې گامونه کوي چې چې په نتيجه کې يې دغه رقم کومه بله پيښه رامينځته نۀ شي.
دهغه په قول مذهبي مواد دراټولولو وروستو اړونده چارواکو ته سپارل شوي وؤ چې دغه شان دا په مناسبه توگه کيښودل شي.
پوليس وائي ددې اطلاعاتو څخه وروستو چې بهرنو ځواکونو دقران پاک نسخې سوځولو څخه وروستو په سلگونو مظاهرين دبگرام هوائي ډگر بهر احتجاجاً راټول شوي.
خواؤشا 1,000 مظاهرين دبگرام ائيربيس څخه بهر راټول شول او دقران پاک دشکمنې بې حرمتۍ غندنه يې وکړه.
په اوسنو ورځو کې افغانستان کې دقران پاک دبې حرمتۍ په ضد ويستل شوي احتجاجونه په خونړو مظاهرو کې دبدليدو په حالت کې ليدل شوى.
اپريل 2011ء کې دامريکا دفلوريډا رياست يوغيرمعروف پادري ټيري جونز له لوري دقران پاک دسوځولو په ضد افغانستان کې تر څو ورځو پورې مظاهرې روانې وې چې پکې خواؤشا 20 کسان وژل شوي وؤ.

