د افغانستان دپولې ترڅنگ د پاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې  د يوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه درې کسان وژل شوي.
د سرچينو وينا ده  دغه چاؤدنه د خيبرايجنسۍ په سپين قبر سيمه کې  د يو کور بهر د کورني جوړ شوي بم د چاؤديدو په نتيجه کې شوې ده.
امنيتي چارواکي وائي دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې  خلکو د بمي الې  د لرې کولو هڅه کوله، د چاؤدنې له امله دوه کسان وژل شوي او يو بل ژوبل شوى خو کله چې دغه ژوبل تن يو سيمه ييز روغتون ته يوړل شو نو هغه هم دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.
دافغان پولې ترڅنگ قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې په اوسنو ورځو کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې.