د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې يوه نښته کې 20 جنگيالي وژل شوي او خواؤشا 22 عسکر هم ژوبل شوي.
د امنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دغه نښته وروسته له هغې پيل شوه کله چې  د کرمې ايجنسۍ په غرييزه سيمه جوگي کې  تندلارو په امنيتي ځواکونو بريد وکړو.
د اطلاعاتو ترمخه په دغه نښته کې 22 پاکستاني عسکر هم ژوبل شوي، دنښتې په مهال دواړو خواؤ ديو بل په ضد دمارټرو او راکټونو پشمول درنې وسلې کارولي.
تيره ورځ هم دکرمې ايجنسۍ په جوگي سيمه کې خواؤشا 50ؤ وسله والو جنگيالو په امنيتي ځواکونو بريد کړى چې په نتيجه کې يې شپږ عسکر  او 17 جنگيالي وژل شوي وؤ. حکومتي چارواکو په تېر وخت کې هم د عملياتوپه مهال  د لسگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې کړې خو طالبان وسله وال اکثره حکومتي شميرې لانجمنه بلي  او د خبريالانو سيمې ته دورتگ د محدودتيا له امله  په ازاده توگه  د دغه شميرې  پخلى ممکن نۀ دى.