د امريکا ددفاع وزير ليون پنيټا وئيلي دي  راتلونکي کال يعنې 2013ء پورې به  امريکا او نيټو افغانستان کې  جنگي کارروائيو بندولو کې بريالي شي، او 2014م کې به افغان عسکرو ته  روزنه او صلاح مشورې ورکولى شي.
پنيټا دغه بيان دشورو په ورځ دنيټو په غونډه کې دگډون لپاره برسلز ته دتللو په مهال الوتکه کې دخبرو په مهال ورکړو.
ليون پنيټا  د ځان سره تلونکو خبريالانو ته وويل  په امکاني توگه به د2013ء تر نيمائي پورې   د دوي جنگي کردار دروزنې، صلاح مشورې او مرستې رول ته منتقل شي.
 د امريکا د دفاع وزير 2013ء يو فيصله ييز کال وگرځولو چې پکې به نورې پاتې سيمې هم  افغان پوځ ته سپارلى شي.
  ددفاع وزير وويل  دجنگي کردار دختميدو وروستو په افغانستان کې دپاتې کيدونکو امريکائي عسکرو دکچې په اړه فيصله نۀ ده شوې.
 دنيټو ددفاع وزيران  دزيارت په ورځ برسلز کې غونډه کوي چې پکې به په پراخه چارو خبرې او دافغانستان دمستقبل په اړه غور کول شامل دي، دغه غونډه کې  په افغانستان کې دائتلاف  ستراتيژۍ کې په بدلونونو او  دوخت څخه وړاندې  دجنگي کارروائيو په خاتمه هم بحث کيږي.
دفرانس صدر نکولس سرکوزي هم دوړاندې څخه اعلان کړى  چې  دهغه هيواد غواړي  جنگي پوځونه افغانستان څخه 2013ء پورې اوځي.
ليون پنيټا لمړى امريکائي چارواکى دى چې په لمړي ځل يې افغانستان کې  دامريکائي پوځونو دکردار په اړه   دوخت نظام ټاکلى.
ددفاع وزير وويل  افغان پوځ ته به دتربيت اخستو څخه وروستو هم خطرې پيښې وي او په ځانگړې توگه هاغه سيمو کې چرته چې اوس هم نښتې روانې دي.
هغه وويل  انتظاميه دا باوري کول غواړي چې  دبهرنو ځواکونو  دوتلو وروستو افغان ځواکونه مضبوط وي ، خو په ياده يې کړه چې  ددې لپاره به  دامريکا ترڅنگ نورو ائتلافي هيوادونو څخه هم داقتصادي  مدد ضرورت وي.
هغه وويل په برسلز کې چې به مونږ په کومو څيزونو بحث کوؤ په هغې کې به يو دا هم وي چې بايد دافغان عسکرو شمير څه وي  خو ددې زيات انحصار به په هاغو مرستو وي چې  ددغو عسکرو دبرقراره پاتې کيدو لپاره  په ميز کيښودلى شي.
دپنيټا سره سفر کوونکي يو  امريکائي چارواکي وويل  امريکا باور کوي افغانستان هاغه هومره لويې  پوځ ته ضرورت نۀ لري چې اوس جوړولى شي ، نيټو  دافغان پوځ او عسکرودشميرې هدف 352,000 ايښودى، دغه چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وويل  امريکا فکر کوي  يو وړوکى  پوځ به افغانستان لپاره کافي وي.