هلووين ديو داسې کليز تهوار يا ځانگړي رواج نوم دى چې هر کال په 31 اکتوبر په بنيادي توگه په امريکا، کاناډا، ائرلينډ او برطانيه کې نمانځل کيږي.
په دغه ورځ ماشومانو يو خاص رقم لباس اغوستى وي او ديو کور څخه بل کور ته ورځي ، ټوقې ، وشتې او نخرې پيښرې کوي.
دغه تهوار چې  دعيسا يانو د رخصت په ورځ نمانځل کيږي نن دهر چا دپاره يو  زړۀ راښکونکې خوشحالۍ ورځ جوړه شوې ده.
ددغه ځانگړي رسم په مهال خلک خپلو کې دټوقو ټقالو کولو ترڅنگ قسماقسم جامې اغوندي ، دلباسونو نندارتون  کې برخه اخلي ، دځانونو څخه دبلاگانو او شيشکو په جوړولو نۀ يواځې يو بل ويروي بلکې پخپلو مينځونو کې دويرې ډکې پخوانۍ قيصې هم کوي.
هيلووين هاغه ورځ ده چې په دغه ورځ خلک شاړو، کنډرو او ويرونکو سيمو څخه ليدنه کوي او ويرونکي فلمونه هم کوي.
دزړۀ راښکونکو او ويرونکو خبرو، قيصو ، لوبو او نندارو په دغه ورځ په ذکر شوؤ هيوادونو کې واړۀ او ځلميان مڼې داوبو څخه په ډک يو ټب کې اچوي او بيا دلاسونو دمرستې څخه بغير دغه مڼې يواځې په غاښونو راټينگوي چې يوه زړۀ راښکونکې او سخته مرحله وي.
بايد وويل شي دهيلووين په نوم ددغه ځانگړي تهوار په څير په پښتنه ټولنه  کې دصفرې مياشت هم مشهوره ده.
په روايتي توگه دصفرې په مياشت کې پښتانۀ دزياتو زمانو څخه خپلو ماشومانو ته وائي په دغه مياشت کې هره شپه بلاگانې او شيشکې گرځي اوپه لوښو کې پرتې اوبۀ چې سرتورې وي نو دغه بلاگانې پکې لاړې توکي.
ماشومانو ته وئيل کيږي هرڅوک چې دپرانستي سر دلوښي څخه اوبۀ وڅښي نو دهغه دبلاگانو لاړې تيريږي او بيا مري.
همدغه راز دصفرې په هکله په پښتنه ټولنه کې دويرې او خوف نورې هم ډيرې فرضي قيصې دزمانو راهسې مشهورې دي.