د امريکائي کانگريس داستازو په ايوان کې دبلوچستان په اړه وړاندې کړل شوي لانجمن قرارداد په حواله د پاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دنهې په ورځ وئيلي دي دپيپلز گوند په مشرۍ چې شريک حکومت دکله راهسې په اقتدار کې راغلى د بلوچستان د بااختياره کولو هڅه کوي.
رحمان ملک ددغه قرارداد په اړه دا هم وائي چې دا يوه پروپيگنډه ده او زياتوي چې بايد خلک دې دموجوده بلوچستان موازنه دهاغه وخت دبلوچستان سره وکړي کله چې حکومت په اقتدار کې راغلى ؤ.
ميډيا سره خبرو کې دکورنو چارو وزير وويل اغاز حقوق بلوچستان قانون بلوچستان ته دمرستو ورکولو او په ټولو څانگو کې هغوي ته داختيار ورکولو لپاره پيل کړل شوى ؤ.
تيره اوونۍ دامريکائي کانگريس غړي ډينا روره باکر يو بل متعارف کړى ؤ چې پکې په پاکستان غږ شوى ؤ بايد دبلوڅانو دخوداراديت حق دې ومني، په دغه قرارداد کې دپاکستان دجوړيدو څخه تر دې دمه دبلوڅانو په ستونزه رڼا اچول شوې وه.
خو پاکستان ددغه بل په سختۍ سره غندنه کړې وه او وئيلي يې وؤ چې دوي باور کوي چې ايوان به ددغه قرارداد منظوري نه ورکوي.
تيره ورځ دپاکستاني پارلمان په برني ايوان يا سينيټ کې دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وئيلي وؤ دبلوچستان معامله ډيره سنجيده ده او دهواري لپاره اجتماعي پوهې ته اړتيا لري، هغه وئيلي وؤ حکومت تيار دى چې دبلوچستان په معامله قومي اسمبلۍ، دپارلمان گډه غونډه يا ټول گونديز کانفرنس کې بحث وکړي.

