د پاکستان د دفاع وزير چوهدري احمدمختار د نهې په ورځ وئيلي دي  په افغانستان کې ميشتو د نيټوځواکونو سره په نوؤ شرطونو  د خبرو اترو کولو وروسته د پاکستان حکومت ته  دنيټو دسپلايۍ لپاره خپله تړلې پوله بيرته پرانستل پکار دي.
د نړيوالې خبري ایجنسۍ اى پي ترمخه  احمدمختار په دغه اړه نور تفصيلات نۀ دي ورکړي خو نور پاکستاني  چارواکي  وائي دپاکستان په لاره  نيټو لپاره  د سامان  د رسد بيا بحالۍ لپاره  حکومت ته  نيټو څخه اضافي رقم اخستل پکار دي.
 په عين حال کې  اسلام اباد کې دپاکستان يو شخصي  ټي وي سره خبرو کې  ددفاع وزير احمدمختار وويل  که چرې دوي د نيټو ځنډول شوى د سپلا ئي لاره نۀ پرانيزي نو بيا پاکستان سره  نورې لارې  هم پکار دي.
هغه وويل  هڅه کوي ټولې نړۍ سره  ښې اړيکې ولري او امريکا هم د نړۍ يوه برخه ده.
احمدمختار وويل  امريکا سره غلط فهمۍ پيدا کول نۀ دي پکار  او ورسره ښه لين دين پاتې شوى، امريکا سره اړيکې ښې کول هم د دوي کار دى.
هغه وويل چې  دنيټو دسامان درسد دبحالۍ  په اړه  پارليمنټ کې سفارشونه  وړاندې کوونکي  ذمه وار کسان دي ، هغوي به صحيح سفارش ورکوي.