د ال پاکستان مسلم ليگ(اى پي ايم ايل) مشر پخواني صدر پرويز مشرف وئيلي دي هغه به د27 او 30 جنورۍ په مينځنۍ موده کې پاکستان ته ستنیدو سره د هيواد په سياست کې برخه اخلي.
کراچۍ کې د مزار قائد سره پيوست ميدان کې داتوار په ورځ دخپل گوند يوې جلسې ته دويډيو فون په ذريعه وينا کې پرويز مشرف وويل دواپسۍ څخه مخنيوي لپاره دى په مختلفو طريقو سره ويرولى شي خو دټولو خطرو باوجود به دى ضرور وطن ته واپس راځي.
هغه وويل چې دسياسي گټو په بنياد دهغه په ضد پاکستان کې بې اساسه مقدمې جوړې کړل شوې چې په عدالت کې يې دمقابلې لپاره تيار دى.
دپاکستان دپخوانې وزيراعظمې بې نظير بهټو په وژنه کې دککړتيا په تور کې دپاکستان يوې محکمې دپرويز مشرف دنيولو امر کړى او په دغه مقدمه کې دحکومت استازيتوب کوونکي وکيل چوهدري ذوالفقار علي خبردارى ورکړى چې مشرف به وطن ته دراستنيدو څخه وروستو ونيول شي.
خو داى پي ايم ايل مشرانو وينا ده دنيولو دعدالتي امر په ضد هغوي درخواست جمع کړى ځکه دا معامله دپريشانۍ وړ نۀ ده.
ددوبۍ څخه داتوار په ورځ خپلو پلويانو او دگوند غړو ته وينا کې پرويز مشرف دخپل لس کلن اقتدار ددور حواله ورکړه او وې وئيل په دغه موده کې هيواد ترقي کوله او دهغه په قول په تيرو څلورو کلونو کې سرکاري ادارې دتباهۍ غاړې ته رسيدلي دي او دگرانۍ پشمول مختلفو ستونزو اولس پريشانه کړى.
هغه وويل چې وطن ته يې دواپس راتللو مقصد معيشت دوباره مضبوطول او داولس خوشحالي ده.
پرويز مشرف وويل په راتلونکو انتخاباتو کې به دچترال دحلقې څخه ووټونو ته اودريږي ، ځکه چې دغلته ورته کوټلى اولسي ملاتړ ترلاسه دى.

