د ناټو ایتلاف سېکټری جنرل اندرې فوغ راسموسن وئیلی دي چې افغانستان کې د امنیت د ذمه وارو سپارلو د اتحادیانو ټاکلې نېټه اوس هم په خپل ځاې ده، هر څو که دی لړ کې امریکې او فرانس تازه نور قسمه بیانونه ورکړی دی.
د امریکا ددفاع وزیر لېون پېنټا او د فراسن صدر نکولس سارکوزی دواړو وړاندیز کړیدې چې ایتلافیان د تیرې منصوبې پرضد یو کال وړاندې یعنی په کال 2013 کې افعانستان کې خپل جنگی عملیات به ختم کړي او د کال 2014م پورې خپل کار افغان ځواکونو د روزنې او صلاح مشورو ورکولو پورې محدود اوساتي .
راسموسن دا خبره دزیارت په ورځ برسلز کې د نېټو د دفاع د وزیرانو د غونډې نه وړاندې کړی ده.
د زیاته کړه چې ائتلاف به کال 2014 م پورې د خپلو عملیاتو ختمولو پخوانو پلانونو باندې عمل کوي.
خو د نېټو لوې سېکتر دا خبره هم په گوته کړه چې نړیوال ځواکونه به د افغانستان د پاتو ولایتونو د امنیت ذمه وارې د را روان کال تر نېمائي پورې افغان ځواکونو ته سپاري.
د وویل چې دا عمل به د کال 2013م تر نېمائي کې کېږي او افغان ځواکونه به دی کار ته راوړاندې کېږي.
تېره ورځ د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا وئيلي وؤ چې راتلونکي کال يعنې 2013ء پورې به امريکا او نيټو افغانستان کې جنگي کارروائيو بندولو کې بريالي شي، او 2014م کې به افغان عسکرو ته روزنه او صلاح مشورې ورکولى شي.
پنيټا دغه بيان دشورو په ورځ دنيټو په غونډه کې دگډون لپاره برسلز ته د تللو په مهال الوتکه کې د خبرو په مهال ورکړی ؤ. دفرانس صدر نکولس سرکوزي هم دوړاندې څخه اعلان کړى چې دهغه هيواد غواړي جنگي پوځونه افغانستان څخه 2013ء پورې اوځي.
ليون پنيټا لمړى امريکائي چارواکى دى چې په لمړي ځل يې افغانستان کې دامريکائي پوځونو دکردار په اړه دوخت نظام ټاکلى. ددفاع وزير وويل افغان پوځ ته به دتربيت اخستو څخه وروستو هم خطرې پيښې وي او په ځانگړې توگه هاغه سيمو کې چرته چې اوس هم نښتې روانې دي.

