د امریکا صدر براک اوباما ویلي دي چې امریکائي مسلمانانو د امریکا په مقام گټلو او طاقت زیاتولو کې ډیر مهم رول لوبولی دی. واشنگټن : مسلمانانو په درناوي کې د صدر اوباما روژه ماتې Right click (Control click for Mac) and choose Save Link/Target As
صدر براک اوباما دغه خبرې د شورو په ورځ په سپېنه ماڼۍ کې د مسلمانانو په درناوي کې د روژه ماتې دستورې ته په وینا کې کړي.
ښاغلي اوباما په خپل تقریر کې وویل چې د امریکایي مسلمانانو خدمات د یولسم سېپټمبر د ترهگریزو بریدونو د لسمې کلېزې پوره کیدو وروسته نور هم زیات مهم دي.
د امریکا مشران د تیرو 200 کالو نه د مسلمانانو په درناوي کې د روژه ماتي دستورې کوي.
د امريکايي صدر براک اوباما په وينا”امريکا کې تر ټولو د مخه مسلمان سفير چې تعلق يې د تيونس سره وؤ هغه ته د هغه وخت امريکايي صدر جيفرسن په سپينه ماڼۍ کې روژه ماتى برابر کړى ؤ. صدر اوباما د روژې ماتې د ستورې ته په خپله وینا کې نور څه ویلي دي تاسو یې هم اوریدې شۍ.
Download: MP3 | Windows Media

