د امريکا صدر براک اوباما پاکستان کې  دتندلارو دځالو پر ضد دترسره کيدونکو ډرون بريدونو په لمړي ځل په  رسمي  توگه  پخلى کړى او په کوټلي انداز کې يې ددغو بريدونو دفاع کړې ده.
 د گل په شپه يوه مباحثه کې  د برخې اخستو په مهال پخپله وينا کې صدر اوباما وويل  ددغو کارروائيو هدف  دالقاعده او ددغه تنظيم  پلويان دي او زياتره دغه بريدونه  دوفاق د انتظام لاندې  دپاکستان په قبائيلي سيمو يعنې فاټا کې ترسره شوي.
 دافغان پولې سره نزدې  قبائيلي سيمو او په ځانگړې توگه  شمالي او جنوبي وزيرستان کې  دتندلارو دځالو په ضد دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون څخه  دميزائيلي بريدونو لړۍ 2004م کې پيل شوې وه.
 خو امريکا نيغ په نيغه کله هم ددغو بريدونو اعتراف نۀ دى کړى، البته  دنوم نۀ څرگندولو په شرط امريکائي چارواکو  په دغو کارروائيو او پکې  داوښتونکو ځاني او مالي  زيانونو  تفصيلات وخت په وخت ميډيا ته جاري کول.
صدر اوباما وويل امريکا خامخا ددغو بريدونو اجازت نۀ ورکوي  او دغه کارروايۍ بيخي دسمو او صحيح بريدونو لپاره کارول کيږي،
 هغه وويل ددغو بريدونو هدف هاغه فعاله ترهه گر دي چې تر ځالو رسيدل يې ډير گران دي.
اوباما وويل ددغو بريدونو په مهال هڅه کيږي  چې يوازې دترهه گرو  په فهرست کې  شامل هغه خلک په پام کې ونيول شي څوک چې امريکايانو ته دزيان رسولو، په امريکائي تنصيباتو  او امريکائي اډو دوار کولو هڅې کوي.
 اوباما وويل چې  دډرون په بريدونو کې اولسي وگړو ته زيات زيان نۀ دى رسيدلى.
 پاکستان امريکائي ډرون بريدونه  دخپل هيواد دخپلواکۍ په ضد گرځوي او سخته غندنه يې کوي، خو امريکائي چارواکي مني چې  دغه کارروايۍ  په ځمکه دموجودو پاکستاني ايجنټانو په مدد سره ترسره کولى شي.
2011ء کې پاکستان کې 64 ډرون بريدونه ترسره شوي او په 2010ء کې ددغو بريدونو شمير 1001 ؤ.