دوبۍ کې  روان دريم او اخري  ټيسټ ميچ کې  پخپل دوېمه پاڼۍ کې پاکستان ددوؤ وکټو په زيان  تر دې مهاله 206 رنزونه جوړ کړي چې دغه شان ورته په انگلينډ د164 رنز برتري ترلاسه شوې.

 دپاکستان لمړي بيټسمينان محمد  حفيظ په 21 او توفيق عمر په 6 رنزونو اوټ شوي.   دپاکستان لخوا يونس خان ديوې چکې او څلورو چوکو په مدد سره په 115 او اظهرعلي  ديو چکې او دريوؤ چکو په مدد سره په 75 رنزونو ناټ اوټ لوبه کوي. له دې وړاندې  دخالي په ورځ پخپل لمړي اننگز کې انگلينډ په 141 رنزونو اوټ شوى ؤ.

 دخالي په ورځ دميچ په دوهمه ورځ انگلينډ دشپږو وکټو په تاوان د104 رنزونو څخه  خپله لوبه پيل کړه او وروستي څلور لوبغاړي يې  يواځې په 37 رنزونو اوټ شول. دپاکستان لخوا عبدالرحمان پينځه، سعيد اجمل درې او عمر گل دوه وکټې ترلاسه کړي.دجمعې په ورځ پاکستان دوبۍ کې  دانگلينډ په ضد دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه خو لمړى بيټسمين توفيق عمر پرته له کوم رن څخه دجيمز اينډرسن په بال اوټ شوى ؤ. دانگلينډ دباؤلرانو په وړاندې نورو پاکستاني  لوبغاړو هم  دښې لوبې څرگندونه ونۀ کړل شوه، اسد شفيق په ټول ټيم کې يواځينى  لوبغاړى ؤ چې  تر ټولو زيات45 رنز يې  جوړ کړي وؤ، دا څلورمه موقع وه چې دپاکستان ټيم په ټيسټ ميچ کې د100ؤ څخه په کم رنز اوټ شوى.

 دانگلينډ له لوري  براډ څلور، اينډرسن درې، پنيسر دوه او سوان يو لوبغاړى اوټ کړو. په متحده عرب اماراتو کې روان دغه سيريز کې  پاکستان ته دوړاندې څخه  ددوؤ، صفر فيصله ييزه برتري ترلاسه ده  او ددريم ميچ گټلو سره کلين سويپ کولى شي  چې تر دې مهاله  ددواړو هيوادونو ترمينځ شوؤ ټيسټ سيريز کې چا نۀ دى کړى.