دخالي ورځ, 11 فروري 2012
تندروه ډلې سره اړيکى: پوځی افسرانو پر ضد کورټ مارشل کارروائي
بريگيډئير علي خان او څلور نور افسران دکال 2011م دمئ په مياشت کې تندرويه ډلې حزب التحرير سره داړيکو په تور نيول شوي وؤ، دنيول کيدو په مهال بريگډئير علي خان دپاکستان دپايتخت اسلام اباد سره نزدې پوځي هيډکوارټر کې کار کولو
دپاکستان پوځ ديو غيرقانوني تندروه ډلې سره په شکمنو اړيکو لرلو ديو بريگيډئير او نورو څلورو افسرانو په ضد دکورټ مارشل کارروائي پيل کړې ده.
بريگيډئير علي خان او څلور نور افسران دکال 2011م دمئ په مياشت کې تندرويه ډلې حزب التحرير سره داړيکو په تور نيول شوي وؤ، دنيول کيدو په مهال بريگډئير علي خان دپاکستان دپايتخت اسلام اباد سره نزدې پوځي هيډکوارټر کې کار کولو.
دنړيوال خبري اژانس اى پي ترمخه دمعاملې دحساسيت له امله دوؤ لوړپوړو افسرانو دخالي په ورځ دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دغه کورټ مارشل اوس اوس پيل شوى خو په دې اړه يې نور تفصيلات ورنۀ کړل.

ډیوه ریډیو په ټیلي ویژن
To view this site, you need to have Flash Player 9.0.115 or later installed. Click here to get the latest Flash player.
VOA 60 - Your World in 60 Seconds
To view this site, you need to have Flash Player 9.0.115 or later installed. Click here to get the latest Flash player.