د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر  دشورو په ورځ  وئيلي دي  پاکستان په افغانستان کې کومه خفيه ايجنډا نۀ لري.
 د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر  د نيټو  هاغه راپور مسترد کړو چې پکې ادعا شوې وه  افغانستان کې طالبانو ته  د پاکستان پوځ د استخباراتي شبکې ائي ايس ائي څخه نيغ په نيغه  مرسته ترلاسه کيږي.
حنا رباني کهر د نېټو راپور رد کړو او وې وئيل " دا هاغه ادعا وې دي چې  څو ، څو ځله شوي، پاکستان دهاغه هر گام  ملاتړ کوي چې افغان حکومت يې دامن لپاره اخلي.
 کهر وويل "  مونږ په افغانسان کې کومه خفيه ايجنډا نۀ لرو"
 دپاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کهر دشورو په ورځ کابل کې  خپل افغان سيال زلمي رسول سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال  دنيټو راپور  ته ستراتيژيک ليک  ووئيلو او زياته يې کړه چې  دا تورونه داسې لکه  " زاړۀ شراب چې  دهغې څخه هم په زوړ بوتل کې واچول شي "
 رباني کهر مطبوعاتي کانفرنس ته وويل " مونږ دافغانستان ازادۍ او خپلواکۍ ته کومه پيښه خطره دپاکستان وجود ته څيلمه خطره گڼو"
کهر وويل  پاکستان او افغانستان ته  په باور بنياد لرونکو اړيکو په لوري کتل پکار دي.
دافغانستان  خارجه وزير زلمي رسول په دغه مهال وويل  که چرې سنجيده سيمه ييزه همکاري شتون نۀ لري نو په سيمه کې به امن هم نۀ راځي.
هغه وويل پاکستان دافغانستان دامن په عمل کې يو مهم کردار ادا کوي، " زۀ هيله کووم درباني کهر  دوره  ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ  دښو اړيکو اغاز دى.
له دې وړاندې  برطانوي ميډيا دطالبانو دبنديانو په رايو مشتمل  د نيو ديو خفيه دستاويز تفصيلات ښکار کړي او وئيلي دي چې  افغانستان کې  تندلارو ته په بين المللي پوځونو دخونړو بريدونو لپاره دپاکستاني پوځ دادارې انټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) نيغ په نيغه مرسته ترلاسه ده.
  دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي او وئيلي يې دي چې "دا (تورونه ) غيرسنجيده دي ځکه چې مونږ افغانستان کې دنۀ لاس وهنې په اراده قائم يو"
دخارجه دفتر وياند وويل  چې دغه رپورټ دتبصرې قابل نۀ دى.
عبدالباسط وائي "په افغانستان کې داوږدې جگړې له امله مونږ ته زيات زيان رسيدلى، باثباته او پرامنه افغانستان زمونږ په گټه دى او مونږ ددې څخه ښۀ خبر يو"
داطلاعاتو ترمخه دائتلافي ځواکونو يو وياند ليفټننټ کرنل جمي کمنگز دخفيه دستاويز  دحقيقت پخلى کړى خو دهغه په قول دا په افغانستان کې دروانو کارروائيو دتجزيې برخه نۀ ده.
" دبحث لاندې دغه دستاويز دطالبانو دبنديانو درايو مجموعه ده، دا کومه تجزيه نۀ ده او نۀ هم دا دغسې گڼل پکار دي "
دبرطانوي  ورځپاڼې " ټائمز اف لندن " ترمخه دا  زيات خفيه رپورټ دامريکائي پوځونو دنيټو دلوړپوړي قيادت لپاره  تيره مياشت جوړ کړل شوى ؤ، په کابل کې امريکائي سفارت خانې په دې اړه دتبصرې څخه ډډه کړې.