د مېساچوسټس ایالت پخواني گورنر مټ رومني په کال 2012 کې د امريکا د صدراتي انتخابانو په لړ کې د ري پبلکن گوند کاندید غوره کیدو لپاره په فلوریډه ایالت کې شوي د پرائمري یا بنیادي ټاکنی گټلي دي.
د ټاکنو گټلو وروسته ښاغلي رومني خپل ملاتړیو ته وویل چې د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدراتي ټاکنو کې د ډیموکراټ گوند کاندید او اوسني صدر براک اوباما سره د مقابلې لپاره تیار دی. په دغه ټاکنو کې مټ رومني غټ حرېف او د کانگریس پخواني سپېکرنېوټ گېنگرچ د بیالات وروسته ویلي چې د ري پبلکن گوند کاندید ټاکل کېدو لپاره کېدونکي زغل کې به له مقابله کوي . نېټوټ گېنگرچ چې یوه اونۍ وړاندې د جنوبي کېرولینا ایالت کې شوي د پرائمری ټاکنې گټلي وې. د ري پبلکن گوند لخوا غوره کېدنکو کاندید به د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدراتي ټاکنو کې د ډيموکراټ گوند کاندید او اوسنی صدر براک اوباما سره مقابله کوي.

