د پاکستان دکورنو چارو وزير رحمان ملک دزيارت په ورځ وئيلي دي  قام د وزيراعظم سترې محکمې ته دپيش کيدو د پريکړې ستائينه کړې او ددغه گام سره به  دغلط فهمو لرې کولو کې مرسته وشي.
ميډيا سره خبرو کې رحمان ملک وويل  حکومت تل  دسترې محکمې  احترام کړى او دسترې محکمې لخوا شوې فيصلې يې  پځايې کړي دي.
 رحمان ملک وويل حزب اختلاف  پاکستان پيپلز گوند څخه  د سينيټ په راروانو انتخاباتو کې داکثريت اخستو لپاره  بيلا بيل تاکتيکونه  کاروي.
هغه وويل پارليمنټ به خپله موده پوره کوي او  انتخابات به پخپل ټاکلي وخت ترسره کيږي.
رحمان ملک وويل  يو لوري ته خو  پي ايم ايل اين  په هيواد کې  دجمهوري نظام دتحفظ دعوه کوي او بل اړخ يې دهغه په قول جعلي ميمو کيس سترې محکمې ته وړى.
 دکورنو چارو وزير وويل  دبې نظير بهټو دحکومت په ړنگولو کې  منصور اعجاز کردار ترسره کړى ؤ او موجوده ميمو معامله هم دهاغه  سازش برخه ده.