په کال 2010ء کې د امريکا په سپينه ماڼۍ کې دمسلمانانو په درناوي کې جوړې شوې د روژه ماتي دستورې ته په وينا کې امريکايي صدر باراک اوباما ويلي وؤ د روژې مياشت دوي ته رايادوي چې اسلام وخت دسره دامريکا برخه پاتې شوې ده.
پروسکال د روژه ماتي دغه دستورې ته په خپله وينا کې صدر اوباما د تاريخ د يوې داسې پاڼې څخه پرده پورته کړې وه چې دغه پاڼه زياته مشهوره شوې نۀ وه.
هغه سپينه ماڼۍ کې د روژه ماتي ورکولو د تاريخ په بيانولو سره يو شمير خلک حيران کړي وؤ.
د امريکايي صدر براک اوباما په وينا”امريکا کې تر ټولو د مخه مسلمان سفير چې تعلق يې د تيونس سره وؤ هغه ته د هغه وخت امريکايي صدر جيفرسن په سپينه ماڼۍ کې روژه ماتى برابر کړى ؤ.
اؤ دغه په سپينه ماڼۍ کې لمړۍ روژه ماتى ؤ”
هغه وويل دغه د روژه ماتي تاريخي ميلمستيا په 9م دسمبر 1805ء کې د سپينې ماڼۍ دميلمه سيدي سليمان ميلملي په درناوي کې ورکړل شوې وه څوک چې د په عثماني سلطنت کې دشاملې صوبې تيونس د گورنر سفير يا استازى ؤ اؤ په واشنگټن کې يې تر شپږو مياشتو خدمات ترسره کړي وؤ.
دميلملي د امريکا د دورې مقصد د بربري رياستونو لۀ لوري دامريکا په سوداگريزو جهازونو دقزاقانه بريدونو اؤ د طرابلس لۀ لوري دامريکايي محاصرې څخه د سرغړونې کوشش کوونکو تيونسي سمندري جهازونو دنيول کيدو لۀ امله د راپورته شوؤ شخړو دسفارتي لارو هوارى لټول وؤ.
ميلملي د روژې په مياشت کې امريکا ته رسيدلى ؤ اؤ کله چې امريکايي صدر جيفرسن هغه ته په صدارتي ماڼۍ کې د ميلمستيا بلنه ورکړه نو د هغه د مذهبي عقيدې په درناوي کې د صدر په وينا د ډوډۍ روايتي وخت دماسپښين د درې نيمو بجو څخه نمر پريوتو ته ورغځولى شوى ؤ.
دا خبره هم ديادؤنې وړ ده چې په 1765ء کې صدر جيفرسن د خپلې شخصي لائبريرۍ دپاره په دوؤ جلدونو مشتمله د قران پاک انگلسي ترجمه هم اخستې وه.
وروستو دصدر جيفرسن همدغه لا ئبريري په 1815ء کې دکانگريس دموجوده لا ئبريرۍ دجوړيدو بنياد گرځيدلى ؤ.

