د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حنا رباني کهر ویلي دي پاکستان پرامنه او باثباته افغانستان غواړي.
په ماسکو کې د خپل روسي سيال سرجيئ لاروف سره يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال مېرمن کهر د پاکستان اراده بيا تکرار کړې چې په سيمه کې ددائمي امن لپاره دافغان شخړې سياسي هوارى پکار دى.
مېرمن کهر وويل پاکستان د افغانستان په مشرۍ دافغان ستونزې دهواري مرسته کوي ځکه چې يواځې دافغانانو په مشرۍ دافغان ستونزې يو تل پاتې هوارى راوتلى شي
رباني کهر دخپل روسي سيال سرجيئ لاروف په غوښتنه اوس مهال دروس په دوره ده.
هغې خپل روسي سيال سره په بيلا بيلو چارو خبرې اترې وکړې.
په انرژۍ کې دزياتوالي، دانفراسټرکچر پرمختيا، زراعت ، سائنس او ټيکنالوجۍ په څانگو کې دمرستې دسيوا کولو ترڅنگ، دواړو مشرانو داړونده خوښۍ په سيمه ييزو او بين المللي چارو دخيالاتو تبادله وکړه.
هغې وويل چې دليدنې په مهال ددواړو خارجه وزيرانو ترمينځ دهمکارۍ په سيوا کولو خبرې وشوې.
دواړو خواؤ په مختلفو څانگو کې داړيکو په ښه کولو اتفاق وکړو چې تجارت، انرژي او دخلکو څخه خلکو پورې تماسونه شامل دي.

