د پاکستاني سينيټ يو قرارداد منظور کړى چې پکې حکومت څخه غوښتنه شوې وطن ته په واپسۍ دې پخواني پوځي واکمن جنرل(ر) پرويز مشرف په فوري توگه ونيسي او دهغه په ضد دې دغدارۍ مقدمه وچلوي.
صدر پرويز مشرف څلور کلنې جلا وطنۍ ختمولو سره دروانې مياشتې د27 څخه تر 30 تاريخ پورې پاکستان ته دواپسۍ اعلان کړى.
د منصوبې لاندې به هغه دکراچۍ په ائيرپورټ کوزيږي خو دسندهـ صوبائي حکومت او وفاقي داخله وزير رحمان ملک دوړاندې څخه اعلان کړى چې هغوي به دراتگ څخه سمدستي وروستو پرويز مشرف نيسي.
د گل په شپه دسينيټ غونډه کې دواکمن پيپلز گوند سينئر مشر رضا رباني دپخواني صدر په ضد وړاندې کړي قرارداد کې دهغه وطن ته په واپسۍ او دغدارۍ مقدمې چلولو وجوهات بيان کړل او وې وئيل چې دغه پوځي امر دپاکستان ائين دوه ځله معطل کړى او دعدليې درناوي ته يې زيان رسولى.
دپاکستان دائين دشپږم شق لاندې وفاقي حکومت ته داساسي قانون خلاف ورزۍ کوونکي شخص په ضد دغدارۍ دمقدمې دائرولو اختيار ترلاسه دى او ددغه جرم دزياتې څخه زياته سزا مرگ ده.
دپرويز مشرف په ضد قرارداد کې چې دکومو تورونو يادونه شوې په هغې کې دنورو هيوادونو حکومتونو سره خفيه او غيرتحريري تړون سره دپاکستان قومي سلامتۍ په اړه مفادات په خطره کې اچول هم شامل دي.
قرارداد کې وئيل شوي چې پرويز مشرف په شکمنه توگه دپاکستاني اولس په ضد گڼ شمير جرمونه کړي او بلوچستان صوبې په اړه دهغه تگلارې او رياستي طاقت داستعمال په نتيجه کې ځاني زيانونه اوښتي.
په هغه دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو او بلوڅ مشر نواب اکبر بگټي په وژنه کې دلاس لرنې تورونه هم لگول شوي.
ايم کيو ايم ددغه قرارداد توثيق نۀ دى کړى

