د ائي سي سي کرکټ ورلډ کپ د ون ډى انټر نيشنل کرکټ تر ټولو اهمه او مقبوله مقابله ده چې دغه ورلډ کپ هر څلور کاله پس کيږي. کرکټ ورلډ کپ دلوبو د نړۍ څلورم تر ټولو زياته لويې او زياته کتونکې مقابله گرځولى شي. د کرکټ د لومړي نړیوال کپ په 1975ء کې په انگلينډ کې شوى ؤ چې پکې ټولو اتوؤ ټيمونو برخه اخستې وه.
په روانه مياشت کې پېل کيدونکى ورلډ کپ 2011ء د کرکټ دتاريخ لسم نړیوال کپ دى چې پکې ريکارډ 14 ټيمونه برخه اخلي. دکرکټ نړيوال کپ 2011ء به د19مې فرورۍ څخه داپريل تر 2مې نيټې پورې يعنې ټول تر 43ؤ ورځو پورې روان وي او په دغه مهال به ټول 49 ميچونه کيږي. دکرکټ ددغه نړيوال کپ کوربه توب به دا ځل هند، سري لنکا او بنگله ديش په شريکه توگه کوي.
د ائي سي سي کرکټ ورلډ کپ د ون ډى انټر نيشنل کرکټ تر ټولو اهمه او مقبوله مقابله ده چې دغه ورلډ کپ هر څلور کاله پس کيږي.
کرکټ ورلډ کپ دلوبو د نړۍ څلورم تر ټولو زياته لويې او زياته کتونکې مقابله گرځولى شي.
د کرکټ د لومړي نړیوال کپ په 1975ء کې په انگلينډ کې شوى ؤ چې پکې ټولو اتوؤ ټيمونو برخه اخستې وه.
په روانه مياشت کې پېل کيدونکى ورلډ کپ 2011ء د کرکټ دتاريخ لسم نړیوال کپ دى چې پکې ريکارډ 14 ټيمونه برخه اخلي.
دکرکټ نړيوال کپ 2011ء به د19مې فرورۍ څخه داپريل تر 2مې نيټې پورې يعنې ټول تر 43ؤ ورځو پورې روان وي او په دغه مهال به ټول 49 ميچونه کيږي.
دکرکټ ددغه نړيوال کپ کوربه توب به دا ځل هند، سري لنکا او بنگله ديش په شريکه توگه کوي.
د کرکټ د لسم نړيوال کپ فائنل ميچ کې د خالي په ورځ د هند ټیم د سري لنکا ټیم ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې ده.
د هند د موهالي په کرکټ سټيديم کې د عالمي کرکټ کپ په دوهم سيمي فائنل ميچ کې د هند کرکټ ټیم پاکستان په 29ؤ رنز ماتې ورکولو سره فائنل ته رسېدلې دی.
کولمبو کې د لسم ورلډ کپ په لمړي سيمي فائنل ميچ کې د نهې په ورځ د سری لنکا ټیم د نيوزي لينډ ټیم ته په پېنځو وکټو ماتې ورکولو سره فائنل ته رسېدلې دې.
د لسم نړيوال کپ 2011ء په دوهم سيمي فائنل کې به سبا دشورو په ورځ په 30مه نيټه په لومړي ځل دپاکستان او هند دکرکټ ټيمونه يو بل ته مخامخ کيږي.
د خالي په ورځ د نړيوال کرکټ کپ په څلورم کوارټر فائنل ميچ کې د سري لنکا ټیم انگلېنډ ته په 10ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
ارشد خان ډیوه راډیو ته ویلی دي چی د پاکستان او هند تر مینځ د هند په موهالي ښار کښی کیدونکی سیمی فاینل میچ کښی به د پاکستان سره سره د هند په کرکټ ټیم به هم فشار زیات وي
نيوزي لينډ ټیم د جنوبي افريقې ټیم ته په 49 رنزو ماتې ورکولو سره سېمي فائنل ته رسېدلې دی
د زيارت په ورځ احمد اباد کې د نړيوال کرکټ کپ په دويم کوارټرفائنل ميچ کې
هند کرکټ ټیم پخواني نړیوال چمپین اسټریلیا ته په پینځو وکټو ماتې ورکړې ده
پاکستان د طرفه کپتان شاهد افریدي بهترین بالنگ کړی دی او د ٣٠ رنز په ورکولو يي څلور وکټې اخستې دي.
د عالمي کرکټ کپ 2011ء دکوارټر فائنل مرحله کې به اولنۍ مقابله د پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځ په 23م مارچ شيربنگله اسټيډيم کې کيږي.
د خالي په ورځ کولمبو کې د گروپ ای په پو مېچ کې د پاکستان ټیم د اسټریلیا ټیم ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې ده .
د کرکټ ورلډ کپ 2011 ،گروپ بي کې جنوبي افريقې د ائر لينډ ټېم ته ماتې ورکړې ده او د ټونامنټ دویم پړاؤ کوارټر فائنل ته رسېدلې ده.
د پاکستان دکرکټ ټيم کپتان شاهد افريدى وائي ټيم يې دورلډ کپ کوارټر فائنلز ميچ په خوشحالۍ سره په انډيا کې کولو لپاره تيار دى، له دې وړاندې هغه په هند کې ميچ کولو باندې امنيتي انديښنې څرگندې کړې وې.
د کرکټ ورلډ کپ 2011ء دگروپ بي ميچ کې سویلي افریقې کوربه ټيم هند ته په دریو وکټو ماتې ورکړې ده.
د کرکټ ورلډ کپ 2011ء دگروپ بي ميچ کې کوربه ټيم بنگله ديش انگلينډ ته ديوې سختې مقابلې څخه وروستو په دوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
په يو ميچ کې ويسټ اينډيز ائر لينډ ته په 44ؤرنزو ماتې ورکړې ده او په چټاګانګ کې روان ميچ کې انګلينډ دبنګله ديش په ضد دلسو وکټو په تاوان په 49.4ؤ اورونو کې 225 رنز جوړ کړي دي.
د زمبابوى په ضد پالى کيلي کې دزيارت په ورځ روان ميچ کې سري لنکا په مقررو 50ؤ اورونو کې د اوؤ وکټو په تاوان زمبابوى ته دگټې لپاره د328ؤ رنزو هدف ټاکلى دى.
د زمبابوى په ضد پالى کيلي کې دزيارت په ورځ روان ميچ کې سري لنکا په مقررو 50ؤ اورونو کې د اوؤ وکټو په تاوان زمبابوى ته دگټې لپاره د328ؤ رنزو هدف ټاکلى دى.
په پالي کيلى کې دنهې په ورځ دنړيوال کپ په يو ميچ کې نیوزي لېنډ ټېم د پاکستان کرکټ ټېم ته په 110ؤ رنز ماتې ورکړه.
د جمعې په ورځ دورلډ کپ ترسره شوؤ دوؤ ميچونو کې نيوزي لينډ زمبابوى او ويسټ انډيز بنگله ديش ته ماتې ورکړې ده.
د کولمبو په پريماداسا اسټيډيم کې گروپ اى کې شامل پاکستان دزيارت په ورځ خپل دريم ميچ کې کينيډا ته په 46ؤ رنزو ماتې ورکړې ده.
د هند په بنگلور ښار کې ترسره شوي د گروپ بي په يو ميچ کې دشورو په ورځ ائرلينډ انگلينډ ته په دريوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
د نهې په ورځ کولمبو کې د گروپ اى په يو ميچ کې د سري لنکا کرکټ ټېم د کینیا ټېم ته ماتې ورکړی.
د نړيوال کرکټ کپ 2011ء لړۍ کې گروپ اى په یو مېچ کې پاکستان سري لنکا ته په 11ؤ رنزنو ماتې ورکړې ده.
د جمعې په ورځ دهند په ناگپور ښار کې دنړيوال کپ په ترسره شوي ميچ کې اسټريليا نيوزي لينډ ته په 7ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
لسم کرکټ ورلډ کپ گروپ اى ټيم کې شامل پاکستان خپل لمړى ميچ کې د شورو په ورځ کينيا ته په 105 رنزونو ماتې ورکړې ده.
دورلډ کپ 2011ء په لمړي ميچ کې هند بنگله ديش ته په 87ؤ رنزو ماتې ورکړې ده.
د ورلډ کپ 2011ء پرانستې دستوره د زيارت په ورځ دبنګله ديش پايتخت ډهاکې په بنګاباندهو نيشنل سټيډيم کې شوې چې پکې به دسندرو، ګډا او ليزرشو څرګندونه شوي دي.
ائي سي سي کرکټ ورلډ کپ 2011ء به دکرکټ دتاريخ 10م ورلډ کپ وي،د2011ء ورلډ کپ ترڅنګ دائي سي سي په مشرۍ تر دې مهاله 9 دکرکټ ورلډ کپونه ترسره شوي دي.
په لسم ورلډ کپ کې دامپائردکومې غلطې فيصلې په وجه دميچ دکومې ناخوښې نتيجې څخه بچ کيدو لپاره په لمړي ځل ډي ايس ار يعنې د فيصلې دبيا دسره جاج اخستو نظام متعارف کولى شي.
د پاکستان دقومي کرکټ ټيم کپتان شاهد افريدي او کوچ وقار يونس وئيلي دي په ورلډ کپ کې دقوم په اميدونو پوره خيژو.
عمران خان وايي چې د پاکستان د ټېم اوسني کپتان شاهد افریدي له د راتلونکی نړیوال کپ گټلو لپاره ضروري ده چې د ویرې گېدړ مړ کړي.
د پاکستان دقومي کرکټ ټيم کوچ وقار يونس ددې هيلې څرگندونه کړې ده چې دپاکستان ټيم به په راتلونکي ورلډ کپ کې دخپلې کوټلې کارکردگۍ څرگندونه کوي
پوهان وائي دریواړه پاکستاني لوبغاړي په ٢١ ورځو کې دننه په هغوي لگول شوې پابندۍ خلاف اپیل کولی شي.
ائي سي سي پلټنيزې ډلې په سپاټ فکسنگ کې ککړو دريوؤ پاکستاني کرکټرانو ته عبرتناکې سزاگانې اورولي دي چې له مخې يې په سلمان بټ 10 کاله، په محمد عامر 5 کاله او محمد اصف 7 کاله دکرکټ نۀ کولو پابندي لگول شوې ده
پاکستان کرکټ بورډ شاهد افريدى دورلډ کپ 2011ء لپاره دپاکستان کرکټ ټيم کپتان مقرر کړى دى.