په شام کې د بشري حقونو فعالعین وایي د شام حکومتي ځواکونو په هومز ښار کې د یاغیانو د ولقه لاندې سېمو باندې سخته بمارۍ کړې ده.
په هومز ښار کې دغه بمباری په داسې حال کې روانه ده چې تېره ورځ د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د بشری حقونو سرغړونو پرسر صدر بشارالاسد انتظامیه غندنه کړې وه.
د بشري حقونو فعالعین وایي د جمعې په ورځ د حمص ښار څلور سېمې د ټېنکونو او توپو لخوا شوي گوله باری لاندې راغلي دي. د زیارت په ورځ د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون اسد انتظامیه د انسانیت خلاف جرمونو باندې تورنه کړې وه.
د ملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د زیارت په ورځ یو قرارداد منظور کړې ؤ چې پکې د صدر بشارالاسد حکومت نه غوښتنه شوې چې په سم لاسی ډول دې اولسي خلکو پرضد روانې حملې ودروي.
د جنرل اسمبلۍ دغه قرارداد چې په غړي هېوادونو یې عمل کول ضروری نه ده خو په نړیوالو شخړو د نړۍ نظر ښایي. د شام نه علاوه روس او چین په گډون نور یولس هېوادونو د دغه قرارداد په مخالفت کې رایې ورکړې ده.
د بشري حقونو ډلې وایي چې د صدر بشارالاسد انتظامیه پرضد شام کې د پيل شوي د 11میاشتو نه روان خونړي بغاوت اودرولو تشدد کې تر اوسه 6000 ؤ نه زیات خلک وژل شوي دی. په ازاده توگه د دغو ادعاؤ پخلې نه دې شوی.

