د امریکا مېشېگن ایالت هېم ټریک ښار گوټۍ د امریکا لومړۍ ښار دې چې ورکې لاوډ سپېکر باندې د بانگ کولو اجازه ورکړی شوی ده.
دیرش کاله وړاندې د هېم ټریک  د آبادی شمېرې 90  فېصده خلک د پولېنډ نه راغلي سپېن پوستکي امریکایان ؤ خو اوس د بنگلا دیش او نورو هېوادونو نه راغلو مسلمانانو شمېره 40 فېصده ته رسېدلې ده.
د مسلمانانو په ابادی کې زیاتوالي سره د جوماتونو په شمېرې کې هم اضاف شوې ده.
په لاوډ سپېکر باندې د بانگ کولو اجازه د هېم ټریک د ښار انتظامي کونسل یا سټي کونسل په کال 2004م  کې په متفقه توگه ورکړې وه.
د هېم ټریک ځېني خلکو په لاوډ سپېکر د بانگ کولو د اجازه  مخالفت هم کړې ؤ خو بیا هم سټي کونسل دغه اجازه ورکړه.
د تېرو اوؤ کالو نه په ورځ کې پېنځه ځاله خلک د بانگ غږ په لاوډ سپېکر اوري.
په لاوډ سپېکر د بانگ کولو لپاره د قانون لپاره  مسوده وړاندې کونکي د ښار د انتظامي کونسل غړی شهاب احمد وايي چې په لاوډ سپېکر د بانگ کولو اجازه د امریکا په بل کوم ښار کې نېشته.
ولېم کوپر چې د هېم ټریک ښاروال یا مېر دې وائي په لاوډ سپېکر د بانگ کولو اجازه ورکولو مقصد مذهبي نه بلکې جمهوري دی.
شهاب احمد وائي چې د مشي گن په دغه ښارگوټۍ کې د کلېسا یا د چرچ جرس غږ او د جومات د بانگ غږ په یو وخت اوریدل کېږي.
نوموړی زیاتوي دغه خبرې نه ثابتېږي چې امریکا یو داسې هېواد دی چې د هر ځاې نه راغلو خلکو ته هرکلی وايي او امریکا کې د هر نسل او د مذهب خلکو ته د خپل کلتور او د عقیدې د لمانځلو پوره پوره ازادي ترلاسه ده.