د امريکا خارجه محکمې د2013ء بجټ کې د کانگريس نه پاکستان لپاره د2.4 اربو ډالرو درخواست کړى چې پکې 2.2 ارب ډالر پاکستان کې  دجمهوري او سول ادارو استحکام او دتندلاريتوب دخوريدو مخنيوي لپاره او نور پاکستان کې دامريکا کونسل خانې سره  تړلو مصرفونو او دپاکستان مدني ټولنې سره  دتماسونو جوړولو لپاره بيلې کړل شوي دي.
دغه بجټ دامريکا داوسني صدر براک اوباما دحکومتي مودې  اخري بجټ دى  چې پکې دامريکا دخارجه وزارت لپاره دټول بجټ يو فيصد يعنې 51.6 ارب ډالر بيل کړل شوي، چې پکې  درې هيوادونه عراق، افغانستان او پاکستان   زيات ځانگړي گرځول شوي او ددغو هيوادونو لپاره 11.9 ارب ډالر تجويز کړل شوي.
دمرستيال خارجه وزير تهامس نائيډز ترمخه پاکستان سره موثره مرسته نۀ يواځې دافغانستان راتلونکي بلکې دامريکا دملي سلامتۍ لپاره هم مهم دى.
پاکستان لپاره دتجويز کړل شوي امداد څخه 800 ملين ډالر دپاکستان کاؤنټر انسرجنسي کيپيبلټي فنډ لپاره تجويز کړل شوي، يعنې دغه رقم به دپاکستان پوځ ته  په قبائيلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې  دتندلارو په ضد کارروائيو لپاره ورکولى شي.ددې بنيادي مقصد به دا وي چې  دافغانستان دپولې سره نزدې سيمو کې  پاکستانى پوځ نۀ يواځې دا چې مقامي ابادۍ ته تحفظ ورکړي بلکې  دترهه گرو محفوظې ځالې هم ختمې کړي.
 دغه مرستې به دپاکستان پوځو هوائي ځواکونو او فرنټئير کور په توانونو کې داضافې لپاره کارولى شي، په ځانگړې توگه  دخفيه اطلاعاتو په اساس يا دشپې په وخت  دترسره کيدونکو کارروائيو لپاره  دوسيلو ورکړه، دکورنو جوړو شوؤ بمونو يعنې ائي اي ډيز خوريدو کې مخنيوي لپاره په اضافې  وسيلو زور راوړل شوى.
ددې ترڅنگ ددغو مرستو څخه به دمقامي پوليسو او ليويز ښه والي لپاره هم څه برخه بيلولى شي.
 دخارجه محکمې لخوا پاکستان لپاره بجټ کې د1.1 ارب ډالر کانگريس څخه دکيري لوگر بل په مد کې غوښتل شوي.دسينيټر جان کيري او رچرډ لوگر لخوا متعارف کړل شوي دغه بل ترمخه پاکستان ته به په پينځوؤ کلونو کې 7.5 ارب ډالر امداد يعنې هرکال 1.5 ارب ډالر امداد ورکولى شي، خو ددغه بل داغاز يعنې 2010 څخه تر دې مهاله پاکستان ته يو کال هم دغه رقم پوره په پوره نۀ دى ورکړل شوى.
ددې وجه دا ده چې دکيري لوگر بل لاندې دغه رقم پاکستان لپاره مختص کړل شوى خو ضرور دى خو خارجه محکمې ته ددې دمصرفولو اختيار نۀ دى ورکړل شوى،يعنې هر کال خارجه محکمې ته دکانگريس څخه دغه رقم منظورول وي او په امريکا کې داقتصادي ستونزو او نورو گڼو وجوهاتو له امله ددغه رقم ترلاسه کول گران پاتې شوي،دخارجه محکمې دلوړپوړو چارواکو ترمخه داسې ښکاري چې پاکستان کې د7.5 ارب ډالرو خرڅ کولو لپاره به دهغوي محکمې ته دپينځوؤ کلونو څخه زيات وخت پکار وي.