د  جېکسن جېگورز مالک وين ويور د نهې په ورځ وئيلي دي چې  هغه د نيشنل فټ بال ليگ ټيم په يو پاکستاني تاجر شاهد خان خرڅوي.
د Jaguars  موجوده  مالک  ويور  يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې اعلان وکړو چې هغه ټيم خرڅوي او  په دغه اړه يې  په ترسره شوي  تړون د نهې په ورځ سحر مهال  لاسليک کړى.
نوموړى وائي چې  شاهد خان به  دټيم 100 فيصده کنټرول لري.
شاهد خان د16ؤ کالو په عمر کې امريکا ته تللى ؤ.
مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې ويور مينه والو ته باور ورکړو چې خان  پلان لري ټيم په Jacksonville  کې وساتي.
 دهغه وينا ده چې  کمشنر  گوډيل  ته يې وئيلي وؤ تر څو چې هغه دتړون  منظوري ورنۀ کړي تر هغې به پرې لاسليک نۀ کوي، خو ددغه لاسليک نۀ کولو علت دپيسو دنۀ ترلاسه کيدو نۀ بلکې  هاغه دوامداره ورثه ده  چې مونږ يې ترلاسه کول  پيل کړې دي.
د دغه سودې اقتصادي تفصيلات نۀ دي په ډاگه کړل شوي خو فوربز مجلې رپورټ ورکړى چې دتړون قيمت به 760 ملينه ډالر وي.
61 کلن خان  پلان لري چې  په Jacksonville  کې  يو کور واخلي او ددغه ځايې څخه ټيم ته لارښونه وکړي