په امريکا کې تهينکس گېوینگ يوه مهمه  رخصتي ده چې روايتي خوراک يې د روست ټرکي یا سورکړې خړتمې  په نوم ياديږي.
د نيشنل ټرکي فيډريشن  په وينا په دغه ورځ  څلورنيم کروړه ټرکي خوړل کيږي.
په کال 1963ء کې د امريکا د هغه وخت صدر ابراهم لنکن د يو حکم په جاري کولو سره د نومبر وروستى زيارت  د شکر ورځ گرځولې وه.
د نن سبا د "تهينکس گېوینگ" ځيلې 1621ء ته غځيدلې دي کله چې د مېساچوسټس کالونۍ د اروپا څخه راغلو  وگړو ديوې سيمه ايزې امريکايي قبيلې  سره په گډه د يوې لويې خوړيزې ياميلمستيا تابيا کړې وه.
دغو خلکو د اروپا څخه راغلو وگړو ته د کروندې اؤ ښکار کولو چل ښودلى ؤ.
د شکر د ورځې "تهينکس گونگ" څخه وروستو راتلونکې ورځې ته Black Friday ويل کيږي.
سږکال دغه فرائي ډى په 25م نومبر راځي اؤ دغه ورځ په اصل کې په روايتي توگه د کرسمس يا نوي نوي کال د رخصتيو په مهال د ورکړل کيدونکو سوغاتونو د اخستو پيل دى.
په دغه مهال دوکانداران اؤ سوداگران هيله لري چې گاهکان به جيبونو ته ښه هوا ورکوي.
سږکال هم  ځانگړي کارډونه د روايتي منظرونوسره ليدل کيږي.
په دغو منظرونو کې د کر کروندې اؤ پټو،  په شينکو کې د جوړو کورونو په کړکيو کې دسختې يخنۍ لۀ امله  دخورې شوې لړې، يا بيا په واورو کې  د گرځيدونکو سليجونو چې هم يو اس يې راکاږي منظرې شاملې دي.
هر کال په ټيلي ويژن دلته په کال 1946ء کې جوړ شوى کلاسيکي  فلم it's a wonderful life  ښودلى شي  او دهر کال  پشان  ترې خلک مزه اخلي، بيا خپلو ماشومانو ته يو کلاسيک نظم اوروي،A visit from St.Nicholas ددې خالق کليمنټ مور دى.
 خبره خو دافسوس  ده،  چې   دشيانو  او تحفو څخه ډکو مارکيټونو کې  داخستونکو بې حده  کمى دى، بيا يوه بله ستونزه هم  رامخې ته شوه  چې هاغه لويې لويې سټورونه  چې  پکې به دغه زړۀ راښکونکي  شيان پراتۀ وؤ ، هغه اوس نۀ ليدل کيږي  او اوس په مارکيټونو کې ددغو ددوکانونو ځايې  دچين سټورونو نيولى دى.
  بيا  دوکانداران په اقتصادي وضعه هم انديښنې لري  او هغوي  تهينکس گونگ ويکس ته دانتظار کولو څخه پرته اوس څخه  خپل دوکانونه  سينگاروي.
دټولې امريکا په گڼو ښارونو کې سينگار شوي دوکانونه دگاهکانو منتظر دي.
 نيشنل ريټيل فيډريشن دوړاندې څخه وئيلي دي چې  سږ کال به  په رخصتيو کې گاهکان د8.2 فيصده څخه زيات لگښتونه کوي.
نن هم  روايتي کارډونه او پوسټرې په هوائي اډو او لويو کاروباري مرکزونو  راځوړند کړل شوي  خو زيات نه زيات خلک اوس کورکې په ناسته دانټر نيټ له لارې  دخپلې خوښې سوغاتونه اخلي  او دغسې دوکانونو دورتگ او په لويو لويو قطارونو کې داودريدو څخه ځانونه ژغوري.