چارواکى وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې تيره ورځ شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 32ؤ ته رسيدلې.
په پاړه چنار کې يو انتظامي چارواکي واجدعلي وئيلي دي دجمعې دورځې دچاؤدنې څخه تر دې مهاله په هسپتال کې نهو کسانو ساه ورکړې، په ابتدائي توگه دغه ځانمرگي بريد کې د23ؤ کسانو دوژل کيدو خبر ورکړل شوى ؤ. دپاړه چنار په يو مارکيټ کې يو موټر سائيکل چلونکي ځانمرگي په دغه بريد کې 67 کسان ژوبل کړي هم وؤ.علي وائي امنيتي ځواکونو ددغه چاؤدنې څخه وروستو کوڅو ته احتجاجاً راوتلي څلور کسان امنيتي ځواکونو وژلي

