دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دامريکا غږ سره يوه ځانگړې مرکه کې  وئيلي دي چې  دامنيتي ځواکونو دکارروائيو څخه بچ کيدو لپاره تندلارو په قبائيلي سيمو او ورسره پيوست سيمو کې  خپلې محفوظې ځالې  جوړې کړي.

هغه وويل په تيرو ورځو کې  دتندلاريتوب پيښو کې  له دې امله  اضافه راغله چې قبائيلي سيمو کې به کارروائي وشوه نو تندلاري به پيوست سيمو ته وتښتيدل او دغلته به يې پناه اخسته او کله چې  په دغو سيمو کې عمليات پيل شول نو هغوې به قبائيلي سيمو ته بيرته وتښتيدل، ځکه نو ددې خبرې ضرورت محسوس کړ شو  چې  دواړو لوري ته دې  په يو وخت کارروائي  وي چې دغه شان  ترهه گر پټ او ونۀ تښتيدى شي.

دخيبرپښتونخوا  بيلا بيلو سيمو او دسرښار پيښور سره پيوست قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې سږ کال تر دې مهاله ترسره شوؤ دتشدد بيلا بيلو پيښو کې 26 عسکر او د50ؤ څخه زيات اولسي وگړي وژل شوي، دچاراکو ترمخه دامنيتي ځواکونو کارروائيو کې په شلگونو جنگيالي هم وژل شوي.

دصوبائي حکومت وينا ده دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو کارروايۍ به تر کومې يوې سيمې پورې محدود نۀ شي ساتلى بلکې بنو، ټانک، ډيره اسماعيل خان ، قبائيلي سيمو سره پيوست ټولوسيمو کې به کارروايۍ کولى شي چې دغلته تندلاري فعاله دي