هر کال  دنيشنل چيري بلاسم په نوم په امريکا کې يوه ميله جوړيږي ،د دغه ميلې اساس  په 1912 کال کې دټوکيو د هاغه وخت دميئر يوکيو اوزاکي لخوا دواشنګټن ډي سي ښار لپاره دليږلو 3,000ؤ چيري ونو دسوغات يادونه کول دي.
دغه سوغات او کليزه ميله دامريکې او جاپان ترمينځ دائمي ، دوامداره او نزدې اړيکو ته درناوى بخښي.
دکال 1912م په 27م مارچ په يوه ساده دستوره کې لمړۍ ميرمنې هيرون ټيفټ او دجاپاني سفير ميرمنې ويسکاؤنټس چندا دجاپان لۀ لوري ليږل شوي  دوه بوټي  په ويسټ پوټوميک پارک کې دټيډال بيسن په شمالي غاړه نال کړي وؤ.
د دواړو هيوادونو حکومتي چارواکو دجاپان مشهور درمل پوهه اؤ دنن سبا د مشهورې فارموسوټيکيل کمپنۍ ډاياچي سانکو ډاکټر جوليچي تاکامائن  ددغه منصوبې دپاره پنگه ورکړې وه اؤ دامريکا دبهرنيو چارو دمحکمې دکرکيلې دڅانگې ډاکټر ډيوډ فيئرچائلډ،د نيشنل جيوگرافک ټولنې د بورډ لمړۍ ښځينه غړې ايلزا سکائډمورى اؤ دامريکا دهغه مهال دلمړۍ ميرمنې هيلن هرنټافټ په موجوديت کې دغه بوټي واشنگټن ته رسؤل شوي وؤ.
سږکال دچيري بلاسم دستوره د زرگونو کسانو دلاريون سره د چيري دگلونو په بدرگه کې پيل شوه .
 دغه کليزه ميله په يوولسم مارچ جاپان کې دراغلې خونړۍ زلزلې اؤ سونامي دځپلو دپاره دمرستو راټولؤلو دمهم يوه برخه ده.
د چيري د ونو په پس منظر اؤ دکلاسيکي موسيقۍ په انگازو کې په لسگونو خلک اؤ صحافيان په سخته يخنۍ اؤ هوا کې دنشنل موومنټ خواته ورټول شول په دغو خلکو کې ځينو دامريکا دسورصليب د مرستو په صندوقونو کې په داسې حال کې خپلې مرستې واچولې چې په قطارونو کې ولاړ وؤ.
دهرکلي د وينا په مهال امريکا کې دجاپان سفير ائچر وفيوجساکي وويل جاپان کې دامهال د ژغورنې اؤ لټونې هلې ځلې روانې دي.
سفير وويل د فوکوشيما ايټمي پلانټ ته په اوختي زيان قابو موندل يوه سخته مرحله ده.
هغه داهم وويل چې دجاپان بې کوره شوؤ خلکو ته د خوراک څښاک اؤ سرپناه ورکولو دپاره کوټلې هڅې روانې دي