د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکې  يا ډرون څخه ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه لس تندلاري وژل شوي.
 دسرچينو ترمخه دشورو په ورځ  دډرون الوتکې څخه دغه ميزائيلي بريدونو دشمالي وزيرستان څخه 15 کلو ميټره لرې  په سپلگاه نومې  سيمه کې دتندلارو تر استعمال لاندې په يوه ودانۍ ترسره شوى.
د سرچېنو ترمخه  په دغه بريد کې وژل شوي بهرني جنگیالي د حقاني ډلې سره تعلق لري.
 تير کال دنومبر په مياشت کې دمومند ايجنسۍ په سرحدي چوکۍ  دنيټو فضائي بريد کې د24ؤ پاکستاني پوځيانو دوژل کيدو وروستو  دډرون بريدونو کې ځنډ راغلى ؤ خو  دغه عارضي ځنډ سږ کال دجنورۍ په مياشت کې هاغه مهال ختم شو کله چې  په شمالي وزيرستان کې  دډرون څخه يو بريد ترسره شو.
تېره میاشت  د امريکا صدر براک اوباما په لمړي ځل  پاکستان کې  دتندلارو په ضد دډرون بريدونو پخلى وکړو او ددغو بريدونو يې په کوټلي انداز کې  دفاع کړې وه، صدر اوباما وئيلي وؤ دډرون بريدونو هدف  القاعده او ددغه ډلې پلويان دي.
 پاکستان ډرون بريدونه دخپلې خپلواکۍ په ضد گرځوي او وائي چې  په دغو بريدونو کې داولسي وگړو دوژل کيدو له امله دترهه گرۍ په ضد مهم ته زيان رسيږي، خو امريکائي چارواکي دريځ لري پاکستاني چارواکي په شخصي توگه  ددغه بريدونو ملاتړ کوي.
پاکستان کې دډرون بريدونو لړۍ 2004ء کې پيل شوې وه.