د پاکستان صدر اصف زرداری ویلي دي چې د لانجمن مېمو پرسر به یوازې د پارلېمان د قامی سلامتیا کمېټۍ پریکړه تسلېموي.
ښاغلي زرداری دغه وینا د جمعې په ورځ د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن سره په مرکه کې کړې هغه زیاته کړې چې د مخالفو ډلو مشر نواز شریف سره په هېواد کې د وخت نه مخکې ټاکنو په گډون ټولو شخړو خبرو اترو ته تیار دې.
بلخوا په اسلام اباد کې د خپل گوند غړو د پوې غونډې ته په وینا کې صدر زرداري ویلي چې هېواد کې جمهوریت ته کوم خطر نشته دې او پېپلز پارټۍ د هر قسمه حالاتو مقابلې ته تیاره ده. د پېپلز گوند غړو غونډه کې د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گېلاني هم موجود ؤ.
د صدر ویاند فرحت الله بابر په یو بیان کې ویلي چې په غونډه کې جمهوریت او جمهوری ادارو د مضبوطولو فېصله شوې او جمهوریت ته زیان رسولو د ممکنه ټولو هڅې به شنډولې شي.
د بیان ترمخه صدر زرداري غونډه ته په خپله وینا کې وویل چې اولس سره شوي ټولو وعدو تکمیل ته رسولو لپاره خپلو ذمه وارو نه خبر دې او دغه وعدې سر ته رسولو لپاره به ټول گامونه پورته کوي.
نوموړي په دغه غونډه کې شریک برخه والو ته وویل چې د سېنټ ټاکنو لپاره یې خپل ایتلافي گوندونو سره مشورې پېل کړي دي او د قامي اسمبلۍ د خالي څوکیو باندې هم ډیر زر ټاکنی کولې شي.
د پاکستان سپریم کورټ د حکومت هغه دریځ مسترد کړې چې د لانجمن مېمو پلټنې د پارلېمان قامي سلامتیا کمېټی وکړي.
سپریم کورټ د لانجمن خط د پلټنو لپاره د بلوچستان د بلوچستان هائيکورټ مشر قاضي فائز عيسي په مشری کې یو درې کسېزه کمېشن جوړ کړې.
د امريکا پوځي مشر ايډمرل مائيک مولن ته په خفيه توگه د ليږل شوي په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني پسې د منسوب هاغه لانجمن خط چې پکې په پاکستاني پوځ فشار راوړلو لپاره امريکا څخه دمدد غوښتنه شوې وه له وجې د پېپلز گوند او د هېواد پوځ تر مېنځ د اختلافونوخبرونه مخې ته راغلي دي.

