Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
ېوسف رضا گېلانی: پاکستان به د ټروریزم په خلاف جنگ جاری ساتی

26/03/2008

Yousaf Raza Gilani talks to media upon his arrival at Parliament House in Islamabad, Pakistan, 24 Mar 2008

پاکستان نوي صدر اعظم، سېد ېوسف رضا گېلانی

د پاکستان نوي صدر اعظم، سېد ېوسف رضا گېلانی، د امرېکا جمهور رېس جورج بش، ته ویېلی دی چه غواړی په پاکستان کی د ټرورزم په هکله ېو نوی پراخه طرز العمل غوره کړی
.

د ښاغلي گېلانی دا تبصره ښېې چه د پاکستان نوی حکومت غواړی هغه ړوز او سخت موقف نور بدل کړی چه جمهور رېس مشرف امرېکا سره د نږدی همکارئ په اړه او دوسله والو جنگېالو په مقابل کی غوره کړی ؤ.

ښاغلي بش نن په تلېفون د پاکستان د صدر اعظم سره خبری وکړی.

ېوسف رضا گېلانی د امرېکا جمهور رېس ته ووېل پاکستان به د ټروریزم په خلاف جنگ جاری ساتی ځکه چه دا کار ېې په خپله گټه دی. خو غواړی چه ېو جامع طرزالعمل اختېار کړی، چه سېاسی مذاکرات هم په کی وی او د هم د هغو بی وزلو سېمو د اقتصادی پرمختگ کار هم پکی شامل وی چه وسله وال سړي په کی فعالېت کوی او خلک ېې په غربت کی راگېر دی.

سپېنی ماڼئ نن اعلان وکړ هېله لری چه پاکستان سره به نژدی همکاری دوام لری. د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال جان نېگرو پانټی او د جنوبی او مرکزی اسېا د چارو لپاره د امرېکا د خارجه وزارت معېن هم پرون اسلام اباد کی د پاکستان د نوي صدراعظم سره ولېدل.

او د پخواني صدراعظم نواز شرېف سره ېې هم ولېدل. نواز شرېف د امرېکا هېت ته دا خبره په ډاگه وکړه چه مشرف نور نه شی کولی چه خپل سر د جنگېالو په مقابل تصمېم ونېسی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
زرداري د پاکستان جمهور رئیس شو

  نور رپو ټونه
د نیمروز څارنوال په ځانمرگې حملې کې ووژل شو
شمالي وزیرستان کې بمبارئ ٥ تنه وژلي
کرزى د امرېکا له خوا نه بمباري شوي کلي ته ولاړ
صوبه سرحد کې زلزله شوې
کنډولیزا رایس د روسیې د منزوي کیدو خبرداری ورکړی
د پاکستان د پارلمان غړېو په پاکستان کې د خارجى قواو چپاو محکوم کړ
په اسلام آباد کي د وکیلانو  مظاهره
د افغانستان د پخواني خبریال غوث زلمي محاکمه
جان مککین به نن رسماً خپله کاندیدي ومني