Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
افغان عسكر د امرېکا په نظامى اډه کې روز کېږى

26/03/2008

Afghanistan native Qasim Jousafi, center, talks to Army soldiers during a training exercise in a mock Afghan village at Fort Riley, Kansas, 17 Sep 2007
دا روزنه په ېوه داسى کې کلى کې سرته رسېږى چې د افغانستان په څېر په نقلي ډول جوړ شوېدى.
په امرېکا کى د ارکنساس په اېالت کې د امرېکا ېو شمېر عسکر له ٣١ افغان عسکرو سره ېو ځاى تربېه کېږى
.

دا د افغانستان د ملى اردو عسکر دى او په دغه تمرېن کې تقرېبا له درى سوه نورو امرېکاېې عسکرو سره برخه اخلى.

د امرېکا غږ گرېگ فلاکوس له فورت راېلى نه رپوټ راکوى چې دا عسکر مخکى له مخکى نه د افغانستان د شراېطو په برخه کې ېو ښه درس زده کوى چې هلته به له کومو واقعى شراېطو سره مخامخېږى.

رپوټ وايي دا په اصل کې واقعى جگړه نده خو ددى لپاره واقعى جگړې ته ډېره نېژدى ښکارى چې عسکر ددې لپاره چمتو سى چې دوى به په افغانستان کې څه کوى.

په دې تمرېن کې عسکر، د ېاغېانو په ېوه مشکوکه اډه باندى چپاو وروړى. او دوى د بدو خلکو په نامه ېادوى. دا روزنه په ېوه داسى کې کلى کې سرته رسېږى چې د افغانستان په څېر په نقلي ډول جوړ شوېدى او معمولا پکى داسى خلک نقش لرى چې لکه اصلى کلېوال چې وى.

دغه نقش زېاتره هغو افغانان تو ورکړل شوېدى چې په دغه کلى کې د استوگنو او جنگېالېو نقش لرى. د عسکرو د تمرېن په وخت کې وظېفه داده چې په ډېره خوندى توگه دغه کلى ته ورداخل شى، او هغه کورونه چې د ېاغېانو دى هغه په نښه کړى او هغه کورته په داسى ډول ور ننوزي چې هغو ملکېانو ته زېان او تاوان ور پېښ نکړى چې په نېژدى سړکونو باندى گرځى را گرځى.

په دغه راز عملېاتو کې کلتورى او دودېز خصوصېات په نظر کې نېول کېږى او امرېکاېې عسکروته دا ورښودل کېږى چې د کلى له مشرانو او سپېن ږېرو سره په درنښت او سم سلوک وکړى او په امنېتى مساېلو کې ورسره نېژدى همکارى وکړى.

US, Afghan troops in field at Ft. Riley, KS
رپوټ وايي دا په اصل کې واقعى جگړه نده خو ددى لپاره واقعى جگړې ته ډېره نېژدى ښکارى چې عسکر ددې لپاره چمتو سى چې دوى به په افغانستان کې څه کوى.
هغه ېو دېرش تنه افغان عسکر له امرېکاېې عسکرو سره مرسته کوى چې له افغانانو سره څنگه روېه اوسلوک وکړى.

ډگرمن جان نگل د هغه کتاب لېکوال دى چې له ېاغېانو سره څنگه مقابله وسى. دى وايي چې د افغانانو د کلتور او خلکو په برخه کې درست معلومات د القاعده او طالبانو په ماتولو کې مهم نقش لرى.

دى داسى وايي: "دا ډېره مهمه ده چې په کلتور او دود او دستور باندى سړى پوه سى نه دا چى ېوازې لږ معلومات ولرى. واقعا باېد سړى کلتورى شناخت او کفاېت ولرى.

په دې قادر و اوسى چې په کلتورى ماحول کې دننه کارو کړى، په دى پوه شى چې خلک څه فکرکوى او څه شى ته ارزښت ورکوى."

په هغو ېودېرش افغانان کې پړک مشر رحمت الله احمد زى وايي چې ددواړو هېوادونو عسکر له ېو بل نه څه ناڅه زده کړه کولى شى.

ېو بل افغان عسکر تورن نجېب الله عسکر زاده ددغه راز تمرېن او افغانستان په برخه کې داسى ووېل: "افغانستان ډېرو مرستوته ضرورت لرى امرېکا او نورو دولتونوته پکار دى چې مکتبونه، کېلېنېکونه او جوماتونه جوړکاندى. افغانستان امنېت ته ضرورت لرى او او داېوازې د عسکرو د ښې روزنى، ښو وسلو او نورو تجهېزاتو په نتېجه کې لاسته راتللى شى."

تورن جنرال رابرټ ډربن چې په افغانستان کې، او اوس د فورت راېلى د نظامى اډې قوماندان دى واېې چې دامرېکا عسکرو ته اوس هم په افغانستان کې ضرورت دى او ېوه ورځ به وى چې دافغانستان عسکر په خپله په موثر ډول عملېات وکى.

هغه وایی: "زه فکر کوم چې موږ لاتراوسه پورې هم ېو ېا دوه درى کلونه دغه مقصد ته له رسېدلو نه لېرى ېو. خو هغوى همدا اوس هم په خپلو خاصو قواو باندى مستقل عملېات کولى شى. دهغوى د کومانډو قواو خپل قابلېت په عملېاتو کې ښودلى دى."

ډگرمن نگل او د امرېکا نور نظامى منصبداران افغانان په سرسختى او سخت کې ستاېې او واېې هغه ملگرتېا چې ددغو روزنو له امله پېدا کېږى هغه به له دې سره مرسته وکړى چې ددواړو ملتونو ترمنځ اړېکى ښى مظبوطى کړى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر
په افغانستان کی په بمباریو کی ٢٢ ملکي خلک وژل شوي دي

  نور رپو ټونه
وسله والو په کندهار کی اته تنه پولیسان وژلي دي
په پاکستان کی د بم په چاودنه کی یو تن وژل شوی دی
ایران وایی چی په ذروي تاسیساتو باندی یې هر عمل د جنگ معنی لری
باوچر پر افغانستان او پاکستان د همکارئ کولو غږ کړی
د ستر جنرال عبدالولي جنازه د مرنجان په غونډی کې خاورو ته وسپارل شو
د څوارلسو ولایتونو سره د سرکونو په جوړولو په برخه مرسته
په امریکا کی افغان سفیر په افغانستان کی د امریکا او ناتو قواو ته خپل احترام څرگند کړ
په افغانستان کې ماشومان لا تر اوسه 'د جګړو قرباني دي'
دری یرغمل شوي امریکایان په کولمبیا کې د یاغیانو له منگولونه خوشي شول
د اتو سترو صنعتي هیوادونو د غونډې په درشل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي
په سلگونو فلسطینیانو د چهارشنبې په ورځ د مصر د سرحد په لور منډې کړې
لندن: په سلگونو لارئ چلوونکو  په مظاهرو لاس پورې کړ