Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
امریکا په پاکستان کی خپلي حملې 'زیاتوي'

27/03/2008

curious afgha-Pak tribal 21mar04.jpg
د امریکا یوه مشهوره ورځپاڼه وایي چی امریکا د پاکستان په سرحدي قبایلي سیمو کی د القاعدې په یاغیانو باندی حملې له دې کبله زیاتي کړی دي چی دا اندیښنې ورته پیدا شوي دي چی د پاکستان نوې مشرتابه به شاید وغواړی چی نظامي عملیات بند کړی
.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د نامعلومو مامورینو د ویناگانو په اساس رپوټ ورکوی چی امریکا غواړی هر څومره زیات تاوان چی د القاعدې شبکې ته رسیدای سی، دا تاوان هغې ته اوس په داسی حال کی ورورسوی چی د نوی حکومت د موجودیت په صورت کی لا د جمهور رئیس پرویز مشرف واک اختیار له منځه نه وی تللی.

دغو مامورینو ویلي دي چی جنرال مشرف په عمومي توگه په پاکستان کی دننه د القاعدې په خارجی غړو باندی د امریکا د حملو طرفدار و.

نواز شریف چی د پاکستان په نوي ائتلافي حکومت کی ډیره غټه رتبه لری ویلي دي چی نوی حکومت به د ښاغلي مشرف د تروریزم ضد ستراتیژیو باندی له سره غور وکړی او جمهور رئیس مشرف به نور د ملک په امنیتي چارو کی د فیصلو کولو یواځنی طاقت نه وی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه