Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
چارواکو د بینظیر بوتو د قتل په ارتباط د القاعدې مشکوک غړی بیا نیولی دی

27/03/2008

Pakistani police officers escort head-covered suspect Qari Safullah Akhtar after he appeared at provincial court in Karachi, 15 Mar 2008
 قاری سیف الله اختر نن د پنجشنبې په ورځ بیا ونیول سو.
پاکستاني چارواکي وایی چی دوی د القاعدې هغه مشکوک غړی بیا نیولی دی چی په هغه مظاهره کی چی د بینظیر بوتو په ویاړ جوړه شوې وه، په بم چاودنه کی د لاس درلودلو په تور یو وار مخکي هم بندی سوی و.

د پاکستان د زندانونو یوه مامور، نصرت منگل وویل چی قاری سیف الله اختر نن د پنجشنبې په ورځ بیا ونیول سو.

پرون د کراچی یوې محکمې د زندان مامورینو ته حکم وکړ چی اختر دي له دې کبله خوشي کړي چی د هغه په باب کافي شواهد نه دي پیدا شوي.

مگر محکمې دا هم وویل چی که کافي شواهد تر لاسه سی نو هغه باید چی محکمې ته ځان حاضر کړی.

 بینظیر بوتو خپله په اختر باندی دا تور لگولی و چی تیر کال د اکتوبر په میاشت کی په کراچی کی کله چی وطن ته ددې د راتگ په وخت زیات شمیر خلک ورته راوتلي وو، نو هغه ددوو ځان مرگو د حملو پلانونه جوړ کړي وو.

په دې حملو کی تقریبا ١۴٠ تنه ووژل سول. بینظیر بوتو دا موضوع په خپل یوه کتاب کی څرگنده کړې ده چی ددې کتاب د لیکلو نه وروسته هغه د تیر کال د ډیسیمبر په ٢٧ مه په راولپنډي کی ووژل سوه.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه