Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
سرکوزي: په افغانستان کې زمونږ گټې ډېري مهمې دي

27/03/2008

President Nicolas Sarkozy (L) and Britain's Queen Elizabeth II during a ceremonial welcome at Windsor Castle, Windsor, England, 26 Mar 2008
سرکوزي بریتانیې په اروپا کې فاشیزم ته د شکست په ورکول و ستایله او هوډ یې وکړ چې فرانسه به له بریتانیې سره په افغانستان کې د طالبانو خلاف په جگړه کې څنگ په څنگ و درېږي.
د فرانسې جمهور رئیس، نیکولاس سرکوزي، د نورو سیاسي مسئلو تر څنگ په افغانستان د ثبات را وستلو او د ناټو په رول د بریتانیې له سیاسي مشرانو سره، خبرې تر سره کړې دی
.

 ښاغلي سرکوزي له خپلو لومړیو رسمیاتو څخه وروسته د بریتانیې د پارلمان گډې غونډې ته یوه له احساساتو ډکه وینا وکړې.

 هغه بریتانیې په اروپا کې فاشیزم ته د شکست په ورکول و ستایله او هوډ یې وکړ چې فرانسه به له بریتانیې سره په افغانستان کې د طالبانو خلاف په جگړه کې څنگ په څنگ و درېږي.

سرکوزي: "‎زمونږ دواړو هیوادنو له یو بل سره یو ځای د درېدو هوډ کړی. او په افغانستان کې مو له ټولو ملگرو سره د گډ درېدو هوډ کړی. ځه نه ویریږم چې و وایم په افغانستان کې زمونږ گټې ډېري مهمې دي."‎

هغه زیاته کړه چې فرانسه به د ناټو په بخارست کې په راتلونکي کنفرانس کې د افغانستان لپاره د نور پوځونو لیږلو وړاندید وکړي.

 سرکوزي: "‎فرانسې په افغانستان کې د سولې، د خلکو سره د مرستې او د یوه قانوني حکومت را مینځته کولو لپاره د ناټو ټلوالي ته د یوې منظمې او نړیوالې ستراتیژي وړاندیز کړی دی. که دا ومنل شي نو فرانسه به د ناټو د بخارست په کنفرانس کی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا وړاندیز وکړي."‎

دغه وړاندیز له بریتانیې او امریکا سره د کال ٢٠٠٣ د عراق د جگړې راهیسې د فرانسې د ترینگلو اړیکو بیرته ښه کولو هڅه ده.

کاناډا اختار ورکړی که چیري د ناټو نور هیوادونه د افغانستان جنوبي سیمو ته عسکر و نه لیږي، نو دوی به له افغانستان څخه خپل ٢٥٠٠ عسکر وباسي. دوی د طالبانو خلاف د زر نور عسکرو غوښتنه کړې.

 ټاکل شوې ده نن به د بریتانیې صدر اعظم گورډن برون له سرکوزي سره د افغانستان، اقتصاد، چاپېریال او یو لړ نورو مسلو په سره تفصیلي خبرې وکړي.

ښاغلي سرکوزي د چین د حکومت او د تبت د مذهبي مشر دلای لاما تر مینځ په خبرو هم ټینگار وکړ.

د نیکولس سرکوزي سفر بریتانیې ته په دوولسو کالو کې د فرانسوي جمهور رئیس لومړۍ رسمي سفر دی.

 په فرانسې کې د خرابې اقتصادي وضعې په هکله د اندېښنو وروسته د سرکوزي ملاتړ د تېر کال د جولای د میاشتې راهیسې په سلو کې له پنځه شپېته څخه څلوېښتو ته را تیټ شوی.

فرانسوي څېړونکي وايی بریتانیې ته د ښاغلي سرکوزي سفر به له نوموړي سره په فرانسه کې ملاتړ زیات کړي.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه