Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
افغانستان د ایران او تاجکستان سره په یو لړ پریکړو موافقې ته رسېدلی

27/03/2008

رنگین دادفر سپینتا

رنگین دادفر سپنتا

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، رنګین دادفر سپنتا، چې تازه د تاجکستان له مرکز دوشنبې نه کابل ته راستون شوی دی، نن په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته وویل چې په دوشنبه کې یې د ایران او تاجکستان دبهرنیو چارو وزیرانو سره په درې اړخیزو لیدنو کې په یو لړ پریکړو موافقې ته رسېدلی
.

ښاغلي سپنتا وویل چې په دری اړخیزو کتنو کې پدی پریکړه وشوه چې د تاجکستان نه ایران ته، د افغانستان له لارې به د بریښنا پروژه پيل شي.

دا ډول، سپنتا د افغانستان او تاجکستان ترمنځ، د دوه اړخیزو همکاریو په اړه وویل چې دواړه هیوادونه پدی سلا شول چې زندانیان به یو بل ته سپاري. 

هغه، دا ډول، زیاته کړه چې په تاجکستان کې ډیری هغه افغانان زندانیان دي په جرمونو، ترورستي فعالیتونو او د مخدره موادو په قاچاق کې نیول شوي.

نوموړي وویل چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د امنیت دلاښه والي، نشه يي توکي، تروریزم او د اطلاعاتي راکړی ورکړی په سر هم خبرې شوي.

ښاغلي سپنتا د درې واړو هیوادونو ترمنځ دیوه ګډ تلویزیون د جوړیدو خبره هم وکړه هغه وویل چې دا تلویزیون به په فارسي ژبه خپرونې ولري او دا ډول پښتو ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه