Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
د افغانستان په شمال کې درى عسکر زخمى شوېدى

27/03/2008

nato
جرمنى په افغانستان کې تر درو زرو نه زېات عسکر لرى، خو زېاتره ېې په شمال کې چې نسبتا ارامه ده، ځاى په ځاى شوېدى.
د افغانستان په شمال کې د جرمنېانو په ېوه گزمه باندى حمله شوېده او درى جرمنى عسکر ېې ژوبل کړېدى.

 د جرمنى نظامى چارواکى وايي د ا گزمه د کندز په ولاېت کې وه اونن د پنجشنبى په ورځ د سړک د غاړى ېو بم دهغو ى زغرور موټر ته نېژدى وچاودېده.

په دغه چاودنه کې دوه عکسر ښه کارى زخمى سول. پر جرمنېانو باندى دا فشار دى چې په افغانستان کې دناټو کو ششو نو ته نور عکسر هم ورکړى.

د کاناډا ددفاع وزېر پېټر مکې پر جرمنى باندى غږ کړېدى چې په جنوب کې ستر نقش ولرى، ځکه هلته ېاغې طآلبان ډېر فعال دى. هغه دغه خبرى په هغه مرکه کې وکړې چې د جرمنى په ېو ه مجله ډېر شپېگل کې خپره شوېده.

جرمنى اوس په افغانستان کې تر درو زرو نه زېات عسکر لرى، خو زېاتره ېې په شمال کې چې نسبتا ارامه ده ځاى په ځاى شوېدى.

رپوټ وايي چې جرمنى پنځه کاله مخکى په افغانستان کې خپل عسکر اچولى دى نو له هماغه وخت راهېسى ېې ٢٦ عسکر وژل شوېدى.

 د چارشنبى په ورځ د فرانسى جمهوررئېس نېکولس سر کوزې د برتانېې پارلېمان ته ووېل فرانسه غواړى چې په افغانستان کې خپل نظامى موجودېت زېات او پراخه کړى.

 هغه ووېل پکارده چې طالبانو ته ماتى ورکړل شى دا مهمه نده چې قېمت به ېې څومره وى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه