افغانستان ته د ملگرو ملتو خاص آستاځي کای ایدی نن د جمعې په ورځ کابل وکوت او هوډ یې وکړ چی داسی تغییرات به راولی چی وکړا سی ددغه جنگ ځپلي ملک د بیا رغوني د کوششونو سره مرسته وکړی .
 |
| کای ایدي |
د ناروی دغه پخواني سفیر وعده وکړه چی د افغانستان د حکومت او د بین المللي بسپنه ورکونکو ملکونو تر منځ پیوستون او همکاري به بهتره سی چی د مرستو رسولو او پرمختگ هلي ځلي په ښه توگه تر سره سی .
ددغو همکاریو او پیوستون د نشتوالي له کبله د بیا رغونی ډیري پروژې نا کامي شوي دي ، مگر د ملگرو ملتو د یوې نوي پریکړی په اساس ښاغلي ایدي ته واک اختیار ورکړه سوی چی ددغو مرستو په رسولو کی مستقیما همکاري وکړی .
کای ایدي وایی چی د جمهوررئیس حامد کرزي حکومت ډیره موده مخکی لا د همکاریو د بهتره کیدو غوښتنه کړې وه .
هغه وعده وکړه چی ملگري ملتونه به خپله وظیفه تر پخوا په ډیره ښه توگه تر سره کړی .
ایران د اسلام ضد هالینډی فلم غندلی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی چی د اروپا حکومتونه باید د هالینډ د پارلمان ښي لاسه افراطي وکیل پرې نږدي چی خپل هغه فلم وښئي چی وایی قرآن تشدد لمسوي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت نطاق محمد علي حسینی دا فلم د اسلام ضد او د کلتور ضد وباله .
ددې فلم جوړونکي گیرت وایلډرز وروسته له هغه دا فلم د خپل سیاسي گوند د انټرنیټ په پاڼه کی ځای کړ چی د هالینډ تلویزیون د هغه د خپرولو نه انکار وکړ .
دا فلم چی « فتنه » نومیږی د تروریستي حملوعکسونه ښئي چی په هغو کی په امریکا کی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د یوولسمي تروریستي حملې هم شاملي دي او د اسلام د مقدس کتاب نه ځینی جملې هم ورسره ذکر شوی دي .
وایلډرز وایی چی ددې فلم د جوړولو نه دده یو مهم هدف دادی چی دا باور ورته پیدا شوی چی د مسلمانانو مخ په زیاتیدونکي مهاجرتونه په هالینډ او د اروپا په نورو هیوادونو کی دیموکراتیک ارزښتونه تهدیدوی .
د هالینډ صدراعظم وایي چی دا فلم پرته له خپگان او اختلاف را وستو بل کوم هدف نه لری او هغه د فلم هغه برخه رد کړې چی اسلام د تشدد سره مساوی بولي .