Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
پاپ بنه دکت بله هفته د امریکايي مسلمانانو سره هم وگوري

13/04/2008

Pope visited a mosque
د رومن کاتولیک مشرانو په دې وختو کې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ د پخلاینې خبرې کړيدي.  
کله چې پاپ بنه دکت بله هفته له واشنگټن نه کتنه کوي، دی به د مذاهبو تر منځ د اړیکو په لړ کې د امریکايي مسلمانانو سره هم وگوري.
 

د امریکا د کاتولیکانو د مشرانو کانفرانس د مسلمانانو او مسیحییانو ترمنځ په تیرو شخړو خبري کړيدي. 

په تیرو پیړیو کې د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ صلیبي جنگونه او د منځنیو پیړیو جهادي دورې تیرې شوي دي.

د رومن کاتولیک مشرانو په دې وختو کې د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د پخلاینې خبرې هغه وخت وکړې چې کله دوهم پاپ جان پال له سوریې نه په کال ٢٠٠١ کتنه کوله. 

 ځني اسلامي جنگیالي اوسنۍ شخړې د تیرو زمانو جنگونو سره تشبیه کوي.

د القاعدې مرستیال ایمان الظواهري دوه کاله مخکې په یوه ویدیويي وینا کې اوسنۍ پاپ د یولسمې پېړۍ پاپ سره تشبیه کړ، کوم چې د صلیبي جنگونو د پیل امر ورکړی ؤ.

د امریکا یو پیاوړی کار پوه د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یولسمې ترورستي حملې نه وروسته وویل چې مسیحیان او مسلمانان به تل سره وجنگیږي.

مگر د مسلمانانو او د مسیحیانو ترمنځ د مفاهمې مرکز نه پروفیسور جان وال چې د جورج ټاون په پوهنتون کې دی، وايي چې هغه ځواب چې د سپتمبر د یولسمې د ترورستي حملو په مقابل کې ورکړشو، هغه مثبت ؤ.

Pope1
په تیرو څلورو لسیزو کې واتیکان د پخلاینې سیاست هڅولی دی.
جان وال په دې برخه کې وايي: "هغه ډیره مهمه موضوع چې مونږ ورسره مخامخ شولو هغه داوه چې مونږ ډیر شمیر داسې غوښتنې تر لاسه کړې چې په مختلفو ټولنو کې خلک غوښتل د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د خبرو لار پرانیزي."

په تیرو څلورو لسیزو کې واتیکان د پخلاینې سیاست هڅولی دی.  په کال ١٩٦٥ کې د واتیکان دوهمه شورا د مسلمانانو او مسیحیانو نه وغوښتل چې خپلو کې اختلافات له منځه یوسي او د سولې او تفاهم لپاره په گډه کار وکړي. 

په یو د پاڅه ٢٠٠٠ کې دوهم پاپ جان پال په د مشق کې د اموي جومات نه د لیدلو نه وروسته د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د خبرو په اړتیا خبرې وکړې او دواړه ادیان یې د نړی د سترو مذاهبو په نامه یاد کړل.‏‎

په اکتوبر کې ١٣٠ ستر اسلامي عالمانو د نړی د گوټ گوټ نه د یوه لیک په خپرولو سره د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د سولې او تفاهم د رامنځ ته کولو له پاره غږ وکړ. دوی وویل چې د نړی بقا ته سخته خطره متوجه ده.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه