Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
جورج بش به نن په سپېنه ماڼئ کی د پاپ بېنېډک تود هرکلی وکړی

16/04/2008

President Bush walks with Pope Benedict XVI during the arrival ceremony at Andrews Air Force Base, 15 Apr 2008
پاپ بېنېډک به د امرېکا د جمهور رېس سره د مهاجرت د قانون په باب خبری وکړی.
جمهور رېس جورج بش، به نن په سپېنه ماڼئ کی د پاپ بېنېډک تود هرکلی وکړی
.

په سپېنه ماڼئ کی به د هرکلی په تشرېفاتی مراسمو په شروع کی، د پاپ په احترام د توپونو ېوشت ډزی وشی او نهه زره مېلمانه به په سپېنه ماڼئ کی د روم د کاتولېکانو د مذهبی مشر پاپ بېنېډک د زږېدلو د ېو اېتاومې کلېزې په وېاړ په جوړ شوی دعوت کی، گډون وکړی.

معمولا په سپېنه ماڼئ کې د ېوه خارجی مشر د راتگ په وخت دا ډول پرېمانه او مجلل دعوتونه ډېر کم ورکول کېږی او دا په خپل ذات کې دوهم ځل دی چه د کاتولېکانو ېو مذهبی پېشوا سپېنی ماڼئ ته رابلل کېږی.

 د تشرېفاتی مراسمو په پای کی به ښاغلی بش د پاپ سره خپلی رسمی خبری شروع کړی. پاپ بېنېډک امرېکا ته د خپل سفر په وخت اعلان کړی ؤ چه غواړی د امرېکا د جمهور رېس سره د مهاجرت د قانون په باب خبری وکړی.

هغه ووېل چه په دی ارتباط د کورنېو د بېلېدو مسله ېوه ډېره جدی مسله ده چه باېد په پام کې ونېول شی.

پاپ بېنېډک ووېل چه د مهاجرت د اوسنی قانون په وجه د ېوې کورنئ د غړو جدا کېدل، د هغه په قول هم د انسانی اخلاقو لپاره او هم د ټولنی د اساس او بنېاد د خرابېدلو لپاره ېو ډېر خطر ناک کار دی.

نن به ناوخته پاپ بېنېډک د واشنگټن په نېشنل شراېن نومې کلېسا کی د دری سوه امرېکاېې پادرېانو ېوې غونډې ته هم وېنا وکړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه