Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
کرزی څلور ځله له بریدونو څخه روغ رمټ پاته شوی دی

28/04/2008

حامد کرزی
جمهور رئیس حامد کرزی واک ته له رسېدو وروسته تر اوسه لږ تر لږه څلور ځله له تروریستي بریدونو څخه روغ رمټ پاته شوی دی

د دیارلس سوه و اوه اتیایم کال د غویي پر اتمه نېټه، ملېشو د مجاهدینو د بریا پر جشن د سپکو وسلو او راکټ لنچر ډزې وکړې.

په دې پېښه کې درې تنه مړه او اته نور ټپیان شول، خو ښاغلی کرزی د کابینې غړي او بهرني ډیپلوماتان پرته له کوم زیانه له سیمې ووتل. ددې برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته.

مخکې له هغه، د دیارلس سوه و شپږ اتیایم کال د غبرگولي پر شلمه نېټه، طالب ملېشو د غزني ولایت د اندړو په ولسوالي کې پر یو ښوونځي چې جمهور رئیس کرزي په کې وینا کوله، د توغندي برید وکړ.

په دې برید کې چا ته زیان ونه رسېد او ښاغلي کرزي خپلې وینا ته دوام ورکړ.

د دوه زره و څلورم کال د سپټمبر پر اوولسمه هم د امریکایي پوځونو پر یو هېلیکوپتر چې کرزی یې د پکتیا ولایت گردیز ښار ته لېږداوه، د وسله والو ملېشو لخوا د توغندي برید وشو چې نښه خطا او الوتکه له یوه واړه زیان په گاللو سره پر ځمکه کیناسته.

کنذهار
تر ټولو لومړی او خطرناکه مرگونی برید، د جمهور رئیس حامد کرزي په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې پرې وشو.
خو تر ټولو لومړی او خطرناکه مرگونی برید، د جمهور رئیس حامد کرزي په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې پرې وشو.

د دوه زره و دویم کال د سپټمبر پر نهمه نېټه د ملي اردو په کالو سمبال یو پخواني طالب د کرزي پر کاروان له نژدې واټن څخه ډزې وکړې چې له امله یې کرزي ته زیان ونه رسېد خو د کندهار والي گل آغا شیرزی یې زخمي کړ.

برید کوونکی د امریکایي ساتونکو له خوا ووژل شو خو په پېښه کې دوه تنه نور هم د برید د مخنیوي قربانیان شول.

د یادونې وړ ده چې افغان جمهور رئیس له څو څو ځله ناوړه پېښو سره له مخامخېدو وروسته، د یو شمېر نړېوالو څېرو لخوا د یو زړه ور مشر په توگه ستایل شوی دی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه