Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
پاکستان د متحد حکومت مشران نن په دوبئ کې سره راغونډ شوی وو

30/04/2008

د پاکستان د متحد حکومت مشران نن په دوبئ کې سره راغونډ شوی وو او هیله یې څرگنده کړه چې د
Nawaz Sharif (file photo)

پخواني صدر اعظم نواز شریف

اپریل دیرشمې مخکې، د پاکستان گوښه کړې شوي قاضیان بیرته مقرر کړي.

اصف علي زرداري او پخواني صدر اعظم نواز شریف په لیدنه کې د پخوانۍ قضا د بیا فعالیدو په اړوند د گډې همکارې خبرې وکړې چې په دی وروستیو کې یې د استازو لخوا سرته ندي رسیدلي.

 

 

-------------------------------------------------------------------------------------------------------------

بل پلو، د پاکستان د طالبانو لوړ پوړه قوماندان له نوي حکومت سره د سولى خبرى ځنډولى دى.

د بېت الله محسود ېوه نطآق د اپرېل په ٢٨مه نېټه ووېل چې دغه قوماندان د سولى خبرى وځنډولى ځکه چې حکومت له دېنه انکار کوى چې خپل عسکر له قبېلوى سېمونه وباسى. د پاکستان د حکومت چارواکېو په دې برخه کې کومه تبصره نده کړى.  

د پاکستان نوي حکومت ته چې د ډېرو ستونزو په جمله کې ېوه مهمه ستونزه په مېراث پاتې شوېده، هغه داده
curious afgha-Pak tribal 21mar04.jpg
چې په خپل هېواد کې د سخت درېځو دمرگ ژوبلى او تشدد مخه څنگه ونېسى.

 د پاکستان نوى صدر اعظم وايي ده ددې لپاره هم مټى را نغاړلى دى چې په قبېلوى سېمه کې افراطېت بند کړى او هلته څوک دالقاعده او نور خارجى جنگېالېو لپاره د سېب ځاى برابر نکړى.

 د پاکستان نوي اېتلافې حکومت چې مشرى ېې د پېپلز گوند کوى داخبره هم کړېده چې دوى به له مذاکراتونه د ېوې وسېلى په توگه کارواخلى. د امرېکا د خارجه چارو وزېر رېچرډ بوچر له دې خبرى سره موافق دى.

 هغه تېره اونى خبرېالانو ته ووېل چې ېو شمېر قبېلوى مشران دېته چمتو دى چې له حکومت سره کار وکړى.

رېچرډ بوچر په دې برخه کې ووېل: "ما ېو نېم ساعت له لسو قبېلوى مشرانو او د مختلفو قبېلو له استاځو سره چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په قبېلوى سېمو کې ژوند کوى تېر کړ.

ماته له دغو خبرو نه دا څرگنده سوه چې هغوى واېې له موږ سره کار وکړۍ او د جرگې ملاتړ وکړۍ. موږ د
د امرېکا د خارجه چارو وزېر رېچرډ بوچر
ستونزو په برخه کې خبرى کولى شو. موږ خلک راوستلى شو او چى ضرور شو، نو موږ له تاسى سره کار کولى شو."

د اپرېل په ٢٩مه نېټه بېت الله محسود چې د تحرېک طالبان په نامه ډلى مشر دى د سولى له خبرو نه ووت. هغه ووېل حکومت ته پکار دى چې له دې سېمى نه خپل عسکر وباسى. تېره اونى هغه امر کړى و چې جنگ بند کړى.

لېسا کرټېس د واشنگټن په هېرېټېج فونډېشن کې د سېاسى چارو ېوه ماهره غړى وايى چې که د بېت الله محسود غوښتنى ومنل شى نو دا به دارامۍ ېوه لنډ مهاله موده وى او په پاکستان کې به ځان وژونکي برېدونه ونشى.

هغې ووېل چې داکار داوږدى مودې لپاره له هغه پلان سره مرسته نشى کولى چې د نړېوال ترورېزم هغه خطر له منځه ېوسى چې له دغى سېمى نه را پېدا کېږى.

 لېسا کرټس وايي: "که چېرې د پاکستان پوځ له دغى سېمى نه ووزىنو دابه ېوازې د طالبانو په گټه وى او د هغوى قابلېت به زېات کړى چې له قبېلوى سېمى نه افغانستان ته واوړى او د اېتلاف له قواو سره جگړه وکړى.

 پر دى سر بېره به دا کار د القاعده قابلېت نور هم زېات کړى چې خلک وروزى او د نورو نړېوالو برېدونو لپاره ېې چمتو کړى."

ېو شمېر امرېکاېې ماهران چې سېمى ته تللى دى، هغوى بېا واېې چې په دغه سېمه کې د افراطېانو خلاف سخت نظامى اقدامات کول هم له ستونزو سره مخامخېږى ځکه چې دهغه ځاى قبېلى د القاعده د افراطېانو چې له نورو هېوادونو نه هلته تللى دى ملاتړ کوى.

خو په واشنگټن کې د جان هاپکنز د پوهنتون ېو استاذ والټر انډرسن وايى د پاکستان نوى حکومت ته پکاردى چې په دې برخه کې د شاتو او زهرو دورکولوله پالېسۍ نه کار واخلى.

 د شاتو ورکول به دا وى چې د افراطېانو اصلى ستونزو ته غوږ ونېول شى او په سېمه کې د اقتصادى محرومېت چاره وشى. او زهر به دا وى چې دا خبره څرگنده کړى شى چې که تاسى د تړون له روحېې نه مخالف کوم کار کوۍ نو زموږ له سختو اقداماتو سره به مخامخ شى.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه
افغان ماموران:  لږترلږه نهه افراطیان وژل شویدی
بوش په مصر کې د منځني ختیځ له مشرانو سره گوري
د لبنان مشرانو د حکومت د جوړولو پر سر خبرې پیل کړي
ایران: د تولید زیاتوالی به قیمتونه راکم نکړي
بوش د سعودي عربستان د پاچا سره خبري کوي
بن لادن د اسرائیلو په مقابل کی جگړې ته دوام ورکوی
یو عسکر او پنځه طالبان په کندهار کی وژل شوي دي
یاغیانو په قبایلي سیمه کی یو پاکستاني عسکر وژلی دی
دچین جمهوررئیس زلزلی ځپلی سیمی ته ولاړ
د امرېکا جمهور رئېس د اسراېېلو پارلېمان ته تبصره کوى نه اوباما ته
د دلارام په اولسوالي کی بم چاودنی ١٨ کسان وژلي دي
بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله
د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی
ایران د خپل ذروي پروگرام په باب نوي پیشنهادونه وړاندي کړي دي
هند: یوی کوچنی یاغی ډلی د سه شنبی د ورځی د چاودنی مسولیت په غاړه اخیستی دى
افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى
ډاکټر سپنتا او کندا لیزا رایس، د گډو هدفونو یو تړون لاسلیک کړل
احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل
چین: د وژل شوو کسانو شمیره نژدی شلو زرو ته رسیدلې
انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ
د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی
د مسلم لېگ نواز گوند نهو  وزېرانو استعفى وکړه