Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
امریکا: ایران اوس هم په افغانستان کی طالبانو ته وسلې لیږي

01/05/2008

کارتر هیم

جنرال کارتر هېم

د امریکا د اردو لوړ رتبه مامورین وایی چی داسی نوي شواهد یې تر لاسه کړي دي چی ښئي ایران اوس هم په افغانستان کی یاغی طالبانو ته وسلې او نور نظامي سامانونه او تجهیزات استوی
.

د امریکا د اردو د عملیاتو یو لوړ رتبه مامور ډگر جنرال کارتر هېم پرون دا تبصره خبریا لانو ته وکړه.

 هغه وویل چی شواهد دا نه څرگندوی چی ایران د طالبانو هغومره ملاتړ کوی لکه چی په عراق کی یې د یاغیانو سره کوی.

ښاغلي هېم ددغو وسلو او مهماتو د ډولونو او مقدار په باب چی ایران یې طالبانو ته لیږي تفصیلات ورنه کړل.

هغه وویل په دې باب څه نښي نښانې نه شته چی طالبانو ته دي هم هغه د لوړ تخنیک بمونه استول شوي وی چی د عراق یاغیانو ته ورکول کیږی.

د طالبانو سره د ایران د ملاتړ خبر اول ځل تیر کال اعلان شو.

پنټگان دا اعلان په داسی حال کی وکړ چی دوې امریکایی الوتکي وړونکي تعرضي کښتۍ د فارس خلیج ته رسیدلي دي او دا په دې سیمه کی د امریکاد نظامي قوت د څرگندولو یوه غیر عادي نښه بلل شوې ده.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه