Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

 
رایس: امکان شته چې دکال تر آخره پوری د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ موافقه وشی

04/05/2008

cm jordan israel 210 eng 20feb05
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کانډو لیزارائس وائې، امکان شته چې د کال تراخره پوری د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولی موافقه وشی، مگر د اسرائیلو حکومت ته پکار دی چې ډیر څه وکړی چې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په ژوند کې ښه والی راشی
.

میرمن رایس پرون د شنبی په ورځ وویل، اسرائیل باید ډیرپاټکونه لیری کړی، څو د اردن د سیند د لویدیځی غاړی د فلسطینیانو په ژوند کې ښه والی راشی چې ددوی په تگ راتگ باندی دغو پاټکونو پوره اغیزه کړیده.

میرمن رائس سیمی ته سفرکړیدی. هغی غواړی هغه کوښښونه پر مخ بوځی چې هدف ورنه د کال په آخرکې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولی دموافقی کول دی.

میرمن رائس وائې، کله چې دا نن د اسرائیلو او فلسطین د مشرانو سره خبری وکړی، نو دا به له اسرائیلو نه وغواړی چې د اردن د سیند په لویدیځه غاړی کې نوپاټکونه او پوستی لیری کړی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!
printerfriendly.gif د متن چاپ

  مهم خبر

  نور رپو ټونه